بغلان کې د ټرافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه شوي
د بغلان د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښې له کبله شپږ کسان مړه شوي او یو بل کس ټپي دی.
پېښه نن سهشنبه د غويي ۱۲مه د یاد ولایت د مرکز پلخمري ښار اړوند «دشتخواجه الوان» سیمه کې د یوه کرولا ډوله او باروړونکي موټرو ترمنځ رامنځته شوې ده.