د عامه خدمتونو نشتوالي په اړه د هرات د «کُشککهنه» ولسوالي د اوسېدونکو شکایت
د هرات د کشک کهنه ولسوالي اوسېدونکي وايي چې حکومتي چارواکو په تېرو شلو کلونو کې د دوی د ښوونیز، ټولنیز او روغتیايي وضعیت ښهوالي لپاره هېڅ پام نه دی کړی او ګڼو ننګونو سره مخ دي.