هلمند کې په کمسارې توګه د غنمو د بیې لوړېدل؛ یو من یې ۴۵۰ کلدارې پلورل کېږي

د هلمند اوسېدونکي په دغه ولایت کې د غنمو له لوړې بیې څخه شکایت کوي. دوی وايي چې د هلمند له مرکز لښکرګاه او د یوشمېر ولسوالیو له ځمکو څخه د غنمو حاصلات ترلاسه شوي او باید بیه یې ټیټه وای، خو په وروستیو ورځو کې یې بیه په کمساري توګه لوړه شوې ده.

ایران او ترکیې کې افغان کډوال د پولیسو له ناسم چلن څخه شکایت کوي

واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، ګن‌شمېر هېوادوالو کډوالۍ ته مخه کړه او د پاکستان، ایران او ترکیې پر لوري وغوځېدل.

دغو هېوادونو ته له تلو وروسته، اوس افغان کډوال له ګڼو ننګونو او ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. افغان کډوال په دغو هېوادونو کې د توکو له لوړې بیې او د کار په بدل کې د لږو پیسو د ورکړې سربېره، د پولیسو له ناوړه چلن څخه شکایت کوي.

پکتیکا کې د روغتیايي خدمتونو له نشتون څخه د خلکو شکایت

د پکتیکا ولایت اوسېدونکي د دغه ولایت په مرکز او یو‌شمېر ولسوالیو کې د روغتیايي خدمتونو له نشتون څخه شکایت کوي او وايي، دې ولایت کې روغتیايي خدمات په نشت حساب دي.

د مرکز ښرنې، وازېخوا، خوشامند، وړممۍ او ګومل ولسوالیو یوشمېر اوسېدونکو سلام‌وطندار ته وايي، د روغتیا په برخه کې له پراخو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د ایراني ځواکونو د باج اخیستنې او یرغمل نیونې په اړه د راستانه شویو افغان کډوالو شکایت

یوشمېر افغان کډوال چې په دې وروستیو کې له ایران څخه بېرته هېواد ته راستانه کړل شوي، شکایت کوي چې هېواد ته د راستنېدو پر مهال د ایران د کډوالو  په کمپونو کې د دغه هېواد د ځواکونو له‌خوا یرغمل نیول شوي او ورڅخه باج اخیستل شوی دی.

د بادغیس اوسېدونکي روغتیايي مرکزونو کې د درملو له کمښت څخه شکایت لري

د بادغیس یو‌شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت‌، ولایتي روغتون په ګډون په ټولو روغتیایي مرکزونو کې د درملو له کمښت څخه شکایت کوي او وايي، اړ دي چې د خپلو ناروغانو د اړتیا وړ درمل، د مرکز قلعه‌نو ښار له درملتونو څخه په لوړه بیه وپېري.

غزني کې د درملو له لوړو بیو څخه د یاد ولایت د اوسېدونکو شکایت

هېواد کې د لومړنیو توکو د بیو په لوړېدو سره، یو‌شمېر ولایتونو کې د درملو بیې لوړې شوي چې په اړه یې د خلکو شکایتونه زیات شوي دي. د غزني یو‌شمېر اوسېدونکي وايي، په دې وروستۍ یوه میاشت کې په دغه ولایت کې د ځینو درملو بیې دوه تر درې برابره لوړې شوي دي.

ړانده کسان د دوی پر وړاندې د ستونزو له ډېروالي شکایت کوي

د جنورۍ څلورمه نېټه د ړندو کسانو لپاره د برېل کرښې نړیواله ورځ ده. نن د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د يوشمېر ړندو کسانو په حضور کې د دې ورځې نمانځنه وشوه. د بلخ يو‌شمېر نابینایان وايي چې په تېرو څو مياشتو کې د افغانستان وضعيت د دوی لپاره ګڼې ننګونې رامنځته کړي او دوی له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

د برښنا نا‌منظمې پرچاوۍ په اړه د کابل ښاریانو شکایت

د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي د برښنا کمښت او نامنظمې پرچاوۍ څخه شکایت کوي او وايي، نه پوهېږي چې د ورځې په جریان کې څه وخت برښنا لري او کومو ساعتونو کې یې برښنا پرې کېږي، څو هغه ورځني کارونه چې پر برښنا ترسره کېږي، د برښنا راتلو او تلو پرمهال یې ورسره برابر کړي.

د نورستان اوسېدونکي: ملي پارک مو ساده ژوند نه دی بدل کړی

نورستان چې دوه کاله وړاندې د ملي پارک په نوم ونومول شو، مرکز پارون يې د ګوتو په شمېر هټۍ لري او اکثریت خلک یې درو او کلیو کې اوسېږي. له مرکز پارون ۴۰ کیلومتره لرې «کانتياو دره» کې چې د څارویو لپاره پراخ څړځایونه لري، ژوند په بشپړه توګه ساده او د خلکو لګښتونه له خپلې مالدارۍ دي.

کابل ښاریان په پلازمېنه کې د بې‌نظمۍ له ډېرېدو شکایت کوي

ښایي کابل یوازینی پلازمېنه وي چې ترافیکي ګڼه ګوڼه پکې زیاته ده دغه راز، ترافیکي اشارو نه‌شتون، د کراچۍ او لاس‌پلورونکو بې‌نظمي هم د ښار زیاتره برخې یې ګډوډې کړي دي. کابل پر یو بې‌نظمه او بې قانونه ښار بدل شوی او دا بې‌نظمي او بې‌قانوني د پلازمېنې په واټونو کې په ښکاره توګه لېدل کېږي.