بلخ کې ښځو پر «کاج ښوونیز مرکز» د برید له امله لاریون کړی

بلخ کې نن لسګونه مېرمنو او ښځینه زده‌کړیالانو کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز د برید په غبرګون کې لاریون وکړ.

اعتراض کوونکو مېرمنو د لاریون پرمهال د «هزاره وژنه بس کړئ»، «تعلیم زموږ حق دی»، «امنیت زموږ حق دی» او «ازادي زموږ حق دی» شعارونه ورکول او د عدالت د ټينګښت غوښتنه یې کوله. .

پر کاج ښوونیز مرکز برید کې د وژل شویو شمېر۴۳ او د ټپیانو ۸۳ ته ورسېد

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما نن دوشنبه د تلې یوولسمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د کابل د لوېدیځ دشت‌برچي سیمه کې پر کاج ښوونیز مرکز د شوي برید له امله د مرګ‌ژوبلې شمېرې په زیاتېدو دي.

یوناما ویلي چې دې پېښه کې د وژل شویو شمېر ۴۳ او د ټپیانو بیا ۸۳ کسانو ته لوړ شوی دی.

کابل کې پر زده‌کوونکو پروني برید ملي او نړیوال غبرګونونه را پارولي

یوشمېر ښځې نن د کابل په لوېدیځ دشت‌برچي سیمه کې د اعتراض په ډول سړکونو ته راووتلي، څو دغه ځای کې پر یوه ښوونیز مرکز پرونی برید وغندي، خو د اسلامي امارت ځواکونو د اعتراض اجازه ور نه‌کړه.
د ا.ا ځواکونو په دې سیمه کې خبریالانو ته هم اجازه ور نه‌کړه چې یاد لاریون ته خبري پوښښ ورکړي.

پر «کاج ښوونیز مرکز» برید؛ یوناما: ۳۵ کسان وژل شوي او ۸۲ ټپیان دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما نن ماسپښین پر ټویټر لیکلي چې پر کاج ښوونیز مرکز د پروني برید د قربانیانو کره شمېرو را ټولولو لپاره یې کسان ګومارلي دي. 

یوناما ویلي، د پروني برید په اړه وروستۍ شمېرې یې ښيي چې په یاد برید کې ۳۵ کسان وژل شوي او ۸۲ نور ټپیان دي. 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا: پر کاج ښوونیز مرکز د برید عاملان باید محاکمه شي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره افغانستان کې پر ښوونیزو مرکزونو د بریدونو او د زده‌کوونکو د امنیت نه خوندیتوب د ناوړه پایلو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده. په اعلامیه کې سولې او امنیت ته د رسېدو لپاره زده‌کړو ته د ټولو افغانانو د لاسرسي پر حق هم ټینګار شوی دی.

د کابل نننۍ چاودنې ته غبرګونونه؛ ریچارډ بنټ: د افغانستان پر راتلونکې برید ودروئ

د کابل د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند دشت‌برچي سیمه کې پر «کاج» ښوونیز مرکز د نننۍ مرګوني برید ته د غبرګونونو په لړ کې د افغانستان لپاره د بشر‌ي‌حقونو په چارو کې د ملګرو‌ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بنټ دغه برید غندلی دی.

پاکستان کې د یوه وسله‌وال برید پرمهال درې پوځیان وژل شوي

پاکستاني رسنیو ویلي چې د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند په کُرمه کې د یوه وسله‌وال برید پرمهال درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. په ورته مهال «ټي‌ټي‌پي‌» د دغه برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې وسله‌والو یې د کُرمې په خرلاچي سیمه کې درې پاکستاني پوځیان وژلي دي.

اسلامي امارت د کابل دهمزنګ کې هوايي برید رد کړ

ځینو سرچینو وړمه شپه د کابل په دهمزنګ سیمه کې د چاودنې خبر ورکړ او داسې هم ویل کېدل چې هوايي برید شوی دی.
که څه هم اسلامي امارت هغه مهال د دې پېښې په اړه څه ونه ویل، خو د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته ویلي چې هلته یو راکېټ لګېدلی دی.

 لوګر کې د بېلابېلو وسله‌والو بریدونو پرمهال درې کسان وژل شوي 

د لوګر محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د بېلابېلو وسله‌والو بریدونو پرمهال د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان وژل شوي دي. د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند احمدالله انس سلام‌وطندار ته ویلي، ناپېژنده وسله‌والو د مرکز پل‌علم ښار په «التمور» او حصارک سیمو کې په جلا جلا پېښو کې یو کس او یو موټر چلوونکی په ډزو وژلي دي.