د ملګرو‌ ملتونو امنیت شورا کابل کې د پاکستان پر سفارت برید غندلی

د ملګروملتونو امنیت شورا په یوې خپرپاڼه کې کابل کې د پاکستان پر  سفارت شوی برید «ترهګریز» بللی او هغه یې غندلی دی.

دغه پېښه پرون جمعه د لیندۍ یوولسمه شوې ده. له پېښې وروسته د پاکستان حکومت ویلي چې د یاد برید موخه کابل کې د دغه هېواد سفیر عبیدالرحمن نظاماني و، خو نوموړی ترې روغ وتلی او ساتونکی یې ټپي شوی دی.

کابل کې د پاکستان شارژدافیر له وسله‌وال برید نه روغ وتلی

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر ټویټر کابل کې د پاکستان پر شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني وسله‌وال برید غندلی دی.
د پاکستان لومړي وزیر هغه ساتونکی هم ستایلی چې نظاماني ته یې ځان سپر ګرځولی او هغه یې له مرګ نه ساتلی دی.

حکمتیار: بریدګر په چادري کې راپسې راغلي وو

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي چې نن دوه دوو وسله‌والو بریدګرو غوښتل چې ده ته ځان ورسوي، خو موخې ته له رسېدو وړاندې ووژل شول.
هغه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، بریدګر چې ځانمرګي واسکټونه یې هم اغوستي وو، په چادري کې پسې راغلي وو، خو د ده په وژلو ونه توانېدل. هغه وایي، دې پېښې کې دوه بریدګر او یو د ده کس وژل شوی او دوه کسان یې ټپیان شوي دي.

سرچینه: د ګلبدین حکمتیار پر دفتر د موټربم برید مخه نیول شوې

د ګلبدین حکمتیار په مشري د حزب‌ اسلامي یوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته تایید کړه چې څو شېبې مخکې یې پر دفتر د موټربم برید پلان شنډ کړی دی.
د سرچینې په وینا، دوو بریدګرو چې غوښتل یې د حزب‌ اسلامي دفتر ته ننوځي، خو د ګلبدین حکمتیار د ساتونکو له لوري په نښه او وژل شوي دي.

سمنګان کې پر جهادیه مدرسې د برید پر وړاندې غبرګونونه

په سمنګان کې پر مدرسې برید چې له کبله یې له ۴۰ ډېرو کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته، کورني او نړیوال غبرګونونه را پارولي دي. دا چاودنه پرون ماسپښین د ایبک ښار په جهادیه مدرسه کې د جماعت پر مهال وشوه. د سمنګان د روغتون رییس سیدمحمدعثمان حمیدي سلام‌وطندار ته ویلي چې چاودنه کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.

ناپېژنده کسانو سرپُل کې یوه ۴۰ کلنه ښځه وژلې

د سرپُل محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې ناپېژنده کسانو یوه ښځه وژلې ده. د سرپُل د امنیې قومنداني ویاند دین‌محمد نظري سلام‌وطندار ته ویلي، دغه ښځه نن یکشنبه د لړم ۱۵مه د مرکز  د ناحیه‌دشت اړوند خرابه کلي کې رامنځته شوې ده. نظري زیاته کړې، د یادې ۴۰کلنې مېرمنې جسد د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د پرسونل له لوري روغتون ته لېږدول شوی دی.

اسلامي امارت ایران کې پر زیارت کوونکو د داعش ډلې برید غندلی

د اسلامي امارت سرپرست حکومت د ایران د شېراز شاه‌شجاع زیارت کې پر زیارت کوونکو د داعش ډلې برید په کلکو ټکو غندلی او هغه یې «وحشیانه» عمل بللی دی. نوموړي لیکلي: «متأسفانه چې تکفیري فتنه ګرو په افغانستان کې هم څو ځله بې ګناه خلک په نښه کړي، هغوی د اسلام او مسلمانانو دښمنان دي.»

کندوز کې د نښتې پای؛ اسلامي امارت: پنځه داعشیان مو ووژل

د کندوز محلي مسوولان وايي چې نن سهار امنیتي ځواکونو د کندوز ښار اړوند سیمه کې د داعش ډلې پر یوه پټن‌ځای برید کړی او پنځه داعشیان یې وژلي دي.

د کندوز د امنیې قومنداني ویاند عبیدالله عابدي سلام‌وطندار ته ویلي، د کشفي معلوماتو پربنسټ یې د داعش پر دغه پټنځای عملیات کړي او دې ډلې پورې اړوند پنځه کسان یې وژلي دي.

د پاکستان سوات کې د ښوونځي پر یوه موټر وسله‌وال برید شوی

پاکستاني رسنیو نن دوشنبه د تلې ۱۸مه راپور ورکړی چې د دغه هېواد د سوات په چارباغ سیمه کې د ښوونځي د زده‌کوونکو پر موټر وسله‌وال برید شوی چې له امله یې موټر چلوونکی وژل شوی او یو زده‌کوونکی ټپي دی.

ګڼ‌شمېر کسانو پرون په سوات کې د دغو دوو کسانو جسدونه سره لاریون هم وکړ او د عدالت غوښتنه یې کوله.

کرن ډېکر: امریکا به هېڅ‌کله افغانستان کې پوځي مداخله ونه‌کړي

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډېکر ویلي چې امریکا به په راتلونکې کې هېڅ‌کله په افغانستان کې له پوځي لارې مداخله ونه‌کړي او په وینا یې، څوک د داسې پرېکړې تمه نه‌لري.

کرن ډېکر یوې انلاین غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، د افغانستان له اوسني سرپرست حکومت سره ډيپلوماټيکه راشه درشه اغېزمنه ده.

هېواد کې ځانمرګي او چاودنې؛ یوه میاشت کې ۹۰ کسان وژل شوي او ۲۲۱ ټپیان دي

کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز له خونړي برید وروسته نن یو ځل بیا د پلازمېنې اوسېدونکي د یوې چاودنې شاهدان وو.

د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ وايي چې پېښه د  دویمي امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځته شوې، خو په وینا یې چې تلفات نه‌لري.