د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د بایډن څرګندونې درواغ بللي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن وروستیو څرګندونو ته چې ویلي و، د یوه حکومت لاندې د دغه هېواد یو موټی کول ناشوني دی، غبرګون ښودلی او هغه یې درواغ بللي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند لیکلي، د بایډن دا خبره چې افغانستان د امپراطوریو هدیره ده، په خپله د افغانانو د یووالي ښکارندوینه کوي.

بلنکېن: اړمنو افغانانو ته د مرستو رسولو پر لارو چارو غور کوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکېن وايي، افغانستان ته د نړیوالو مرستو د لېږد په اړه پر داسې لارو چارو غور کوي چې له مخې یې، دغه مرستې په مستقیمه توګه افغانانو ته ورکړل شي او د اسلامي امارت تر مشري لاندې د حکومت لاس ته ونه لوېږي. نوموړي ویلي چې امریکا به له افغانانو سره خپلې مرستې جاري وساتي.

چین: امریکا دې پر افغانانو لګول شوي یو اړخیز بندیزونه لرې کړي

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکا دې د افغانستان د روان ناورین د اصلي لامل په توګه خپلې تېروتنې ومني او پر افغانانو لګولي بندیزونه دې لرې کړي. د یاد وزارت ویاند وانګ ونبین نن په یوې غونډه کې خبریالانو ته ویلي، امریکا په افغانستان کې د اوسني ناورین لامل دی او دغه هېواد باید پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو له لګولو لاس په سر شي.

افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې د سترو سیاسي او امنیتي بدلونونو شاهد و

۲۰۲۱میلادي کال ته د ډېرو افغانانو هیلې داوې چې د جمهوري نظام او اسلامي امارت ترمنځ به د سولې خبرې پایله ورکړي او په دې سره به ددواړو لورو ترمنځ جګړه پای ته ورسېږي او دیوې دایمې سولې لپاره به لاره هواره شي، خو دا هیله یوازې هیله پاتې شوه. تر ۱۸ میاشتو مذاکراتو وروسته افغان حکومت نه بلکې، امریکا د طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېدل.

بلنکین: د افغانستان د اقتصاد پیاوړتیا لپاره نغدې پیسې ورکوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین ویلي، د افغانستان د اقتصاد پیاوړتیا لپاره د لارو چارو پر څېړنو بوخت دی. بلنکین دغه څرګندونې د ۲۰۲۱ کال په وروستۍ ورځ په یوې خبري ناسته کې کړي دي. نوموړي په دغه ناسته کې ټينګار کړی چې امریکا په دې وروستیو کې د افغانستان له شتمنۍ څخه د ۲۸۰ میلیونو ډالرو د ازادولو په برخه کې مهمه ونډه لرله.

د امریکا د کډوالو ادارې د سلګونه افغانانو د بشردوستانه ویزو غوښتنې رد کړي

اسوشیټډپرس خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د امریکا د کډوالۍ او خدمتونو فدرالي ادارې د سلګونه افغانانو چې غوښتل یې په لنډمهالې توګه امریکا کې پاتې شي، د بشردوستانه وېزو غوښتنلیکونه رد کړي دي. د رپوټ له مخې، د دغو غوښتنو ردول د وېزو غوښتونکو د ناهیلۍ لامل شوي چې له ګواښ سره مخ دي.

نډ پرایس: امریکا افغانستان ته د مرستو د لېږد لارې چارې لټوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وايي چې د ژمي په رارسېدو سره په افغانستان کې بشري وضعیت خورا خراب شوی او امریکا افغانانو ته د مرستو د لېږد پر لارو چارو بوخته ده چې څه ډول دغه هېواد ته بشري مرستې ورسوي. نډ پرایس ویلي چې امریکا له ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو سره افغانستان ته د بشري مرستو پر لېږد ګډ کار کوي.

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان لپاره «بشردوستانه امانتي صندوق» جوړوي

د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، د دغه سازمان غړو هېوادونو ژمنه کړې چې د اسلامي پراختیايي بانک په ملاتړ به د افغانستان لپاره «بشردوستانه امانتي صندوق» جوړوي. د یاد سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د یو‌شمېر هېوادونو استازیو د ناستې په پای کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د رسولو پر څرنګوالي او لارو چارو غږېدلي دي.

پاکستان نن د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې کوربه‌ دی

د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه نن د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د امریکا، اروپایي ټولنې او یو‌شمیر نورو هېوادونو د استازیو په ګډون جوړه شوه. دې غونډې ته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل، اسلامي او د نړۍ نور هېوادونه باید له افغانستان سره مرستې جاري وساتي، څو د بشري ناورین مخه ونیول شي.

بایډن ته د افغانستان بانک د عالي شورا د غړي لیک؛ کنګل شوې پیسې ازادې کړئ

د افغانستان بانک د عالي شورا غړي شاه محمود محرابي یوې رسنۍ ته ویلي، د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو په موخه یې د امریکا ولسمشر ته یو لیک لیکلی. هغه وايي، که متحده ایالت د افغانستان شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالر نه ازدادوي نو د افغانیو د ارزښت ساتنې لپاره دې ۲سوه میلیون ډالر ازاد کړي.

امریکا له افغانستان سره ۴۷۴ میلیونه ډالر او د کورونا واکسین مرسته کوي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په یوه ټویټ کې ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د خپلو بشردوستانه مرستو په لړ کې له دغه هېواد سره ۴۷۴ میلیونه ډالر او د کورونا یو میلیون ډوزه واکسین مرسته کوي. هغه زیاته کړې چې سږ کال دغه هېواد سره په بشري مرستو کې ۴۷۴ میلیونه ډالر زیات شوي دي.

کړکېچ نړیواله ډله: لوږه او سړه هوا به یو میلیون افغانان مړه کړي

د کړکېچ نړیوالې ډلې په یوه خپور کړي رپوټ کې ویلي چې پر افغانستان د لګېدلو بندیزونو دوام به په دغه هېواد کې یو میلیون کسان د لوږې او سختې سړې هوا له امله مړه کړي. دغې ډلې په افغانستان کې اقتصادي ستونزو ته په پام له نړیوالو غوښتنه کړې چې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه دې لرې کړي.

کابل کې د امریکا پخوانی سفیر: امریکا له افغانستان سره خیانت کړی

په کابل کې د امریکا پخواني سفیر هوګو لاورنس ویلي چې امریکا له افغانستان سره پر خپلو کړیو ژمنو عمل نه دی کړی او له دغه هېواد او افغانانو سره یې خیانت کړی چې دا یو نه بښوونکی جنایت دی. دغه امریکايي ډيپلومات په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو له منځل تلل، د خواشینۍ وړ بللي او پړه یې د امریکا پر مشرانو وراچوي.

نړیوال بانک د افغانستان له کنګل شویو پيسو څخه ۵۰۰ میلیونه ډالر ازادوي

رویټرز خبري اژانس نن د یوې باوري سرچینې له قوله رپوټ ورکړی چې نړیوال بانک د یوه داسې وړاندیز د وروستي کېدو په درشل کې دی چې له مخې یې د افغانستان له کنګل شویو پیسو څخه ۵۰۰ میلیونه ډالر ازادوي. د رویټرز په رپوټ کې راغلي چې ټاکل شوې د نړیوال بانک مدیره پلاوی نن په دې برخه کې په غیررسمي توګه سره وویني.