په کابل کې د مارشال فهیم پوځي پوهنتون زدهکړیالانو په یوې اعتراضیه غونډه کې له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه چې د دغه پوهنتون د زدهکړیالانو برخلیک دې روښانه کړي.
دغه زدهکړیالان وايي چې د اسلامي امارت په راتګ سره د دوی پوهنتون تړل شوی او له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي. دوی زیاتوي، که څه هم له دغه پوځي پوهنتون څخه شاوخوا ۵۰۰ زدهکړیالان فارغ شوي، خو له هڅو سره سره یې تراوسه د فراغت سندونه نه دي ترلاسه کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه اعتراض کوونکي وايي چې له پنځو کلونو زدهکړو وروسته غواړي خپل ډيپلومونه واخلي، خو د نامعلومو لاملونو له کبله ورته ډيپلومونه نه ورکول کېږي.
دوی له دفاع وزارت څخه غواړي چې د یاد پوهنتون فعالیتونو ته دې اجازه ورکړي او همدراز د اسلامي امارت پر چارواکو غږ کوي چې د یادو زدهکړیالانو د برخلیک په اړه دې پرېکړه وکړي چې ایا دوی ته په خپلو پوځي لیکو کې ځاي ورکوي او که ملکي پوهنتونونو ته یې استوي.
په ورته مهال د مارشال فهیم پوځي پوهنتون دغه اعتراض کوونکي زدهکړیالان وايي چې د اسلامي امارت دفاع وزارت مسوولانو سره یې خپلې ستونزې شریکې کړي، خو د یاد وزارت مسوولانو ورته قانع کوونکی ځواب نه دی ورکړی.
په همدې حال کې د دغه پوهنتون یوشمېر نور زدهکړیالان وايي چې د څو میاشتو په تېرېدو سره یې درسونه نه دي، پیل شوي او د یاد پوهنتون نږدې ۲۰۰۰ زدهکړیالان له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
ومو غوښتل چې په دې اړه د اسلامي امارت د دفاع وزارت د ویاند نظر هم له ځان سره ولرو، خو له اړیکو نیولو سره سره بریالي نهشو.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د مخکیني حکومت په پرځېدو او د اسلامي امارت په راتلو سره د هېواد د ګڼشمېر پوځي ادارو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي او د اسلامي امارت چارواکو ژمنه کړې چې د مخکیني حکومت د پوځ ایمانداره کسان به بېرته خپلو دندو ته راغواړي.