د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار د دغه هېواد کانګرېس ته په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان ګاونډیو د ځینو اندېښنو له کبله دغه هېواد سره ټرانزیټ او سوداګري محدوده کړې ده.
د سیګار په راپور کې راغلي چې د افغانستان ګاونډیان سرحدونو کې د امنیت، جرمي فعالیتونو او سیاسي ناارامي په اړه اندېښنې لري او له همدې کبله یې دغه هېواد سره سوداګري کمه کړې ده.
سیګار په دغه راپور کې ویلي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې افغانستان ته او له دغه هېواده بهر د توکو د لېږد رالېږد کچه له ۴۰ تر ۵۰سلنې کمه شوې ده.
په همدې حال کې د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان د ګاونډیو هېوادونو له لوري د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې راکمېدل، ښه نه بولي او د منفي پایلو په اړه یې خبرداری ورکوي.
دوی زیاتوي چې په دغه محدودیت سره د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ ونډه خرابه شوې او د صادراتو او وارداتو کچه یې هم راکمېدای شي.
د اقتصادي کارپوهانو په باور نړیوالو بازارونو ته د افغان سوداګرو نه لاسرسی او په اقتصادي برخه کې د سیمې په کچه د همکاري او تعامل نشتون، د یاد محدودیت له امله بولي.
د اقتصادي چارو کارپوهان ټينګار کوي، که دغه محدودیتونه لهمنځه لاړ نهشي، افغانستان به له یوه اقتصادي ناورین سره مخ شي. دوی نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل د یادې ستونزې د حل یوازینۍ لار ګڼي.
بلخوا د اسلامي امارت مسوولان بیا وايي چې پر ګاونډیو د امریکا له لوري فشار دغه هېوادونه اړ کړي چې سوداګرۍ او ټرانزیټي محدودیتونه ولګوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند احمد جواد دبیر سلاموطندار ته ویلي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه د امریکا له لوري د لګول شویو بندیزونو په اړه په احتیاط ګام اخلي.
دا په داسې مهال ده چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د تېرو کلونو په پرتله له هېواده بهر د صادراتو کچه لوړه شوې ده.
د سلاموطندار ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، افغانستان په تېر کال کې ۸۵۰ میلیونه ډالر صادرات درلودل چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره دغه شمېرې یو ملیارډ او ۳۶۴ میلیونه ډالرو ته لوړې شوې دي.