د طالب ډلې مشر هبتالله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت پیغام کې ویلي چې ډله یې په افغانستان کې د روانې جګړې سیاسي حل غواړي او له هر هغه فرصت نه په ګټه واخلي چې هېواد کې د اسلامي نظام او د سولې او امنیت راتلو لامل کېږي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، طالبان د خبرواترو له لارې د مسلې حل ته ژمن دي، خو په خبره یې، مقابل لوري یې وخت تېروي. هغه ویلي، د دې پر ځای چې پر بهرنیانو تکیه وشي، باید په خپلو کې ستونزې حل او هېواد له اوسني وضعیت څخه وژغورل شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هبتالله اخندزاده ټینګار کړی چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته له ټولې نړۍ سره د متقابل تعامل او ژمنو په چوکاټ کې ښې او پیاوړې ډیپلوماټیکې، اقتصادي او سیاسي اړیکې غواړي.
- د درې میاشتني اوربند په بدل کې د طالبانو ناشونې غوښتنه
- د تخار په مرکز کې جګړې ګڼشمېر کورنۍ بېځایه کړي
- د جګړې کنټرول او سولې ته رسېدل د افغانانو په واک کې نه دي
دا په داسې حال کې ده چې اوس هم په ډېری ولایتونو کې جګړې روانې دي، خو د طالب ډلې خبرپاڼې د اختر ورځو کې د اوربند تامین ته هېڅ اشاره نه ده کړې.
بلهخوا له دوو ورځو راهیسې په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د لوړپوړو پلاویو ترمنځ د سولې خبرې اترې روانې دي. ویل کېږي چې نن هم دا خبرې دوام لري او ټاکل شوې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېږي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري تر دې وړاندې ځینو رسنیو ته ویلي چې د دواړو لوریو ترمنځ د تړلیو دروازو شا ته داسې څه پېښ شوي چې افغانانو ته به ښه خبر وي. نادري په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.