د پاکستان پنجاب صوبې د ګجرات سیمې پولیس وايي چې د یوې معلولې نجلۍ د مړي سپکاوي او پرې د جنسي تیري په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د پولیسو په وینا، مړی یې عدلي طب ته لېږدولی او هڅه کوي، څو معلومه کړي چې پر مړي جنسي تېری شوی او که نه.؟

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادې نجلۍ د کورنۍ غړي وايي چې نوموړې د مې میاشتې پر څلورمه نېټه مړه شوې وه او له خښولو یوه ورځ وروسته یې مړی له قبر څخه راوېستل شوی او سپکاوی ورته شوی دی.

د مړې شوې نجلۍ ماما عبدالخالق رسنیو ته ویلي چې خورزه یې ۲۰ کاله عمر درلود، ذهني ناروغي یې درلوده او معلوله هم وه.

د هغه په وینا، مړی یې ماښام خاورو ته سپارلی و او کله چې سبا یې پلار او د کورنۍ نور غړي قبر ته د دعا لپاره ورځي، ویني چې مړی له قبر څخه راوېستل شوی او د باندې پروت دی.

په ورته مهال پولیس چارواکو ویلي چې د عدلي طب معاینات لا نه دي، ورسېدلي، خو په وینا یې چې په دې اړه یو‌شمېر مشکوک کسان نیولي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پاکستان کې وخت نا وخت د جنسي تېري خبرونه ورکول کېږي چې د چارواکو په وینا، ډېری وخت دغه پېښې د خلکو له لوري د خپل عزت د ساتلو لپاره پټې پاتېږي. خو پر یوه مړي د جنسي تیري پېښې بیا هغه څه دي چې خلک یې حیران کړی دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام