یوشمېر ښځو او مدني فعالانو نن په کابل کې د امر بالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر وزارت مخې ته په را ټولېدو سره هېواد کې د بې‌وزلۍ، اقتصادي ستونزو او د ښځو د کار او زده‌کړو حق په اړه اعتراض وکړ.

دوی چې د کار، ډوډۍ او زده‌کړې په شعارونو ورکولو سره یې لاریون کړی و، د ښځو حقونو ته د پام غوښتنه وکړه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه معترضان او خبریالان چې د لاریون او د هغه د خبري پوښښ په موخه سیمې ته ورغلي وو، د اسلامي امارت د ځواکونو له غبرګون سره مخ شول او لاریون هم پر تاوتریخوالي واوښت.

په همدې حال کې د خبریالانو او رسنیو د قضیو د څېړنې کمېسیون غړی حجت‌الله مجددي وايي چې له خبریالانو سره ورته چلن د اندېښنې وړ دی او هڅه کېږي چې د دغه وضعیت مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې ښځو تر دې وړاندې هم د ښځو لپاره د زده‌کړو او کار حق د ورکولو په موخه اعتراضونه کړي وو او د اسلامي امارت ځواکونو په‌کې نه یوازې معترضان، بلکې خبریالان هم ووهل او هوايي ډزې یې وکړې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام