د هند کرېکټ غوره لیګ یا «ايپياېل» کې سږکال دوه نوې لوبډلې وراضافه شوي چې ورسره د یاد لیګ په سیالیو کې ځينې نوي قوانین هم رامنځته شوې دي.
د هند کرېکټ بورډ یا په دغه هېواد کې د کرېکټ لوبې د کنټرول ادارې ویلي چې په روان ۲۰۲۲ کې به د «ايپېاېل» لیګ له یو لړ بدلونونو سره پیل کړي چې له ډلې یې د لوبې پرمهال د نویو قوانینو جوړول او همداراز یاد لیګ ته د دوو نویو لوبډلو وراضافه کول شامل دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دې ادارې په سږني ایپېاېل کې د توپ اچوونکي، توپ وهونکي، لوبڅار او لوبډلو لپاره ځانګړي قوانین رامنځته کړي چې کولای شي، دا سیالۍ نورې هم په زړهپورې کړي.
د نویو جوړو شویو قوانینو له مخې، هر هغه لوبغاړی چې د لوبې پرمهال ۱۰۰ متره شپږیزه ووهي، نو د شپږو منډو پرځای به ۸ منډې ورکول کېږي چې له دې سره به هره لوبډله او لوبغاړی غواړي چې لوړې شپږیزې ووهي او ډېرې منډې ترلاسه کړي.
همداراز د لوبې «پاور پلې» اورونه هم په دوو برخو وېشل شوي چې د سیالۍ د پيل څلور اووره به «پاور پلې» وي او پاتې دوه اورونه به له لسم اوور وروسته د توپ وهونکو په خوښه اخیستل کېږي.
که څه هم په شل اووره لوبو کې توپ اچوونکی یوازې د څلور اوورونو د کولو حق لري، خو په سږني ايپياېل کې د نویو جوړو شویو قوانینو له مخې، هر هغه لوبغاړی چې ښه توپ اچوونه وکړي، کولای شي اضافه اوور هم وکړي.
په همدې حال کې د هند غوره لیګ سیالۍ چې سږنی پړاو یې په دوو ګروپونو وېشل شوی او ګروپي سیالۍ دي، نو هره لوبډله به کوښښ کوي چې له سیالۍ څخه ښه امتیاز یا «پواینډونه» ترلاسه کړي. نویو جوړ شویو قوانینو کې دې ته هم ځای ورکړل شوی او هره لوبډله چې ټاکل شوی هدف له لسو اوورونو څخه وړاندې ترلاسه کړي، د لوبې ډېر امتیازات یا پواینډونه به ورکول کېږي.
د کرېکټ په سیالیو کې شل اووره فرمټ یوازینۍ هغه دي چې چټکه لوبه پهکې کېږي او که لوبغاړی د لوبې پرمهال په خپله توپ اچوونه کې ځنډ کوي او یاهم بېځایه وخت تېروي، نو د نویو قوانینو له مخې ورته جریمه ټاکل شوې او سیالې لوبډلې ته به یې ۵ اضافي منډې ورکول کېږي.
د کرېکټ نړۍ تر ټولو غوره لیګ یا ايپېاېل کې نوي قوانین داسې مهال جوړېږي چې د کرېکټ کارپوهانو په وینا، یاد قوانین به د دې لیګ سیالۍ نورې هم په زړه پورې کړي او سږنیو لوبو څخه به نندارچیان لا خوند واخلي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سږنی ايپياېل به د اپرېل پر دویمه پیل چې د جون تر درېیمې به دوام ولري او ټولې لس لوبډلې به پهکې ۷۴ لوبې وکړي. دې لوبو ته د لوبډلو له لوري څلور افغان لوبغاړي، راشد خان، محمد نبي، نور احمد او فضل الحق فاروقي هم اخیستل شوي دي.