د ناټو غړو هېوادونو پرون د افغانستان روان وضعیت په اړه ځانګړې ناسته جوړه کړې وه او په دې ناسته کې یې له افغان حکومت او امنیتي ځواکونو خپل ملاتړ څرګند کړ.
ناټو سازمان د افغانستان په اړه د ځانګړې ناستې په پای کې د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل چې ناټو د جګړې په ډګر کې خپلو ارزونو ته دوام ورکوي او له افغان چارواکو او نړیوالې ټولنې سره په دوامداره توګه په اړیکې کې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ناټو په دغې بیانیې کې زیاته کړه، له افغان دولت او امنیتي ځواکونو به د امکان تر بریده خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
په ورته مهال په یاده بیانیه کې راغلي چې د ناټو سازمان د پرسونل ځاني امنیت لوړ ارزښت لري او دغه سازمان به په کابل کې خپل دیپلوماتیک حضور ته دوام ورکوي او د اړتیا پر بنسټ به خپله پرېکړه کوي.
په همدې حال کې ناټو سازمان د طالبانو د بریدونو له امله د تاوتریخوالي د لوړې کچې په اړه اندېښنه څرګندوي او پر ملیکانو بریدونه، هدفي وژنې او له بشر حقونو د سرغړونې په اړه خواشینې دي.
ناټو په دغه بیانیې کې همداراز ویلي، که طالبان د زور له لارې واک ته ورسېږي، نړیواله ټولنه به یې په رسمیت ونه پېژني او دغه سازمان له سیاسي لارې د اختلافاتو د له منځه وړلو ملاتړ کوي.