نن د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ ده. د دغې ورځې په رارسېدو سره، سلام‌وطندار تېر یوه کال کې د افغان مېرمنو وضعیت څرنګوالی ارزولی دی.

دې وروستي کال کې له سیاسي، ټولنیز، کاري او ښوونیز اړخه د ښځو وضعیت د پام وړ بدلون کړی دی. تېرو شلو کلونو کې ښځو د مخکېنیو حکومتونو ټولو برخو کې حضور درلود.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغوی سیاسي، ښوونیز، کاري او تحصلي برخو کې له مساوي حقونو څخه برخمنې وې، خو د پخواني حکومت په سقوط او د اسلامي امارت په واکمنېدو سره، د ښځو وضعیت ترینګلی او ټولنه کې د هغوی حضور او فعالیت لپاره زمینه تنګه شوه.

د اسلامي امارت د حکومت په لومړیو ورځو کې د ښځو د ملاتړ تر ټولو ستر بنسټ، د چارو وزارت لغوه شو.

د کار کولو او سیاسي او ټولنیز ګډون حق، د زده‌کړو او په ازاده توګه د ګرځېدو حق له هغو مواردو دي، چې د اسلامي امارت له خوا پر ښځو جدي قیودات وضع شوي دي.

دې سره یو شمېر ښځو د خپلو حقونو غوښتو لپاره اعتراضونه کړي چې د اسلامي امارت غبرګون سره مخ شوي او ځينې یې ان نیول شوي دي. د یو شمېر دغو ښځو برخلیک په اړه اوس هم معلومات نشته.

د سلام‌وطندار د څیړنو پر بنسټ اسلامي امارت کې د ښځو سیاسي ګډون حق په ټولیز ډول تر پښو لاندې شوی او د کار او زده‌کړو حق هم په نسبي ډول ښځو ته ورکړل شوی دی.

یو شمیر میرمنې سلام‌وطندار سره په خبرو کې وايي چې دوی ته د اسلامي امارت په کابینه او رهبرۍ کې هیڅ ډول ونډه نه ده ورکړل شوې. په داسې حال کې چې د راپورونو پر بنسټ، د تیر حکومت په پارلمان کې د ښځو ونډه ۲۸ سلنه وه.

د راپورونو پر بنسټ، د اسلامي امارت له راتګ وروسته، ډیر شمیر ښځو په دولتي ادارو کې خپلې دندې له لاسه ورکړي او یا هم د اونۍ په یوې ځانګړې ورځ د خپلو حاضریو لاسلیکولو په موخه دفترونو ته ځي.

راپورونه په ډاګه کوي، یو شمیر میرمنې چې په دولتي ادارتو کې کار کوي، هغه دي چې د نشتون له امله، ښايي اړوند سکټور یې له فعالیت څخه پاتې شي.

د پاسپورټ ریاست، د ملي احصایې او معلوماتو اداره، د پوهنې او عامې روغتیا وزارتونه او هوايي ډګر له هغو بنسټونو څخه دي چې ښځینه کارکونکې یې د اسلامي حجاب په پام کې نیولو سره او له نارینو جلا هر ورځ خپلې دندې پر مخ وړي.

همدا راز د نړیوالو بنسټونو راپورونو پر بنسټ، نیږدې ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

له بل لوري د سلام وطندار د معلوماتو پر بنسټ، په ټولیز ډول د ښځینه کارکونکو پر وړاندې محدودیتونه زیات شوي دي.

له کنړ ولایت څخه ثادیه ذاهد چې په تیر کې دولتي کارکونکې وه، له هغې راهیسې یې چې دنده له لاسه ورکړې، له مالي ستونزو سره لاس او ګریوان شوې ده.

همدا راز کیارنګ سعادت په کابل کې په یوه وطني تولیدي کارخونه کې په کار بوخت وو؛ خو د اسلامي امارت په راتګ سره اړ شو تر څو خپله کارخونه وتړي چې له دې سره ۵۰ ښځینه کارکونکې چې په یاده کارخونه کې په دندو بوختې وې بې روزګاه شي.

حیا سحر چې د جمهوري نظام تر سقوط وړاندې ارزګان کې خبریاله وه وايي، له بې‌کارۍ ځوریږي او د کار برخلیک یې هم نامالومه دی.

د دې ترڅنګ ښوونیزه او روزنه او لوړې زده‌کړې هم محدودیت سره مخ شوي.

له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کونکې ښوونځیو ته د تلو اجازه نه لري او سره له دې چې د اسلامي امارت چارواکو د نجونو ښوونځیو پر پرانیستو ټینګار کوي، خو تراوسه مالومه نه ده چې نجونې زده‌کونکې څه ډول برخلیک سره مخ دي.

که څه هم د لوړو زده‌کړو نظام په څو میاشتو ځنډ او د نجونو او هلکانو د ټولګیو او وخت په بېلېدو سره پیل شو، خو نجونې زده‌کوونکې کاري محدودیتونو ته په پام، د خپلې راتلونکې په اړه اندېښنه لري.

د کابل پوهنتون در درېیم کال زده‌کړیاله ګیتي مریم وايي، سره له دې چې اسلامي امارت له کور څخه بهر د ښځو کار محدود کړی، خو دغه کار نجونې زده‌کړیالانې له زده‌کړو څخه نشي راګرځولی.

له دې سره خواکې یو شمېر مېرمنو ددې محدودیتونو په وړاندې غږ پورته کړی او په اعتراض یې لاس پورې کړی. سره لدې چې دا اعتراضونه په یو ډول ځپل شوي؛ خو دا عدالت غوښتنه روانه ده.

کابل کې یو شمېر معترضې مېرمنې وايي؛ له افغانستان څخه بهر د ښځو د حقونو فعالانو ترمنځ د همغږۍ نشتوالي د دوی کړنې تر نیوکو لاندې راوستي دي.

د افغانستان د مقتدرو ښخو جنبش اجرائیوي رییسې مونسې مبارز سلام وطندار ته وویل؛ که څه هم له افغانستان څخه بهر د ښځو د حقونو مدافعان د عدالت غوښتنې مناسب امکانات لري؛ خو د واحد مدیریت نشتوالي یې موثریت له منځه وړی دی.

له موجوده خنډونو سره سره، د ښځو دحقونو فعالان لا هم هیلې لري چې خپل حقونو ته به لاسرسی ومومي. ښځې له اسلامي امارت څخه غواړي چې دوی ته د فعالیت اجازه ورکړل شي.

که څه هم د پخواني نظام له سقوط او د ښځو چارو وزارت له حذف ېدو سره سږ کال د ښځو د وضعیت په اړه رپوټونه نشته، خو غیر رسمي شمېرې ښيي چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د قتل، ځان‌وژنې او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي شمېرې زیاتې شوي دي.

هېڅ رسمي مرجع د ښځو د مرموزه قتلونو زیاتوالی نه تائیدوي؛ خو د رسنیو د رپوټونو له مخې د روان کال د کب میاشتې په ۱۵مه د یوې ځوانې نجلۍ جسد د کابل لودیځ کې د کثافاتو ترمنځ پیدا شو. د کب میاشتې په ۱۳ مه د مزارشریف ښار اوړند سیمه کې د دوه نجونو جسدونه او ترهغې مخکې په کندهار کې د یوې ښځې جسد مندل شوی وو.

همدانن داسې خبرمو ترلاسه کړی چې د باغیس ولایتي روغتون ته د یوې ۲۵کلنې مېرمن جسد وروړل شوی دی.

د بادغیس چاروکو ویلي؛ دا مېرمن چې دوه واړه ماشومان یې هم لرل خپل ځان په تفنګچه ویشتی او ځان وژنه یې کړې ده. تر اوسه ددې قتلونو لامل او دا چې د چا له لوري وژل شوي معلومه نه ده.

یوازې د اسلامي امارت د واکمنۍ په لومړیو دریو میاشتو کې د سلام وطندار موندنې هم ښيي چې د فقر، بېکارۍ او کورني تاوتریخوالي په دلیل ۵ ښځو خپل ژوند ته د پای ټکی اېښی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د ښځو چارو ته د رسېدنې په موخه په ځانګړې توګه په ټولنیز برخه کې د یوه واحد بنسټ نه شتون، دوی د عدالت غوښتنې بنسټونو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام