پرون ماسپښین د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالي کې د مولوي سکندر په جومات کې دننه چاودنه وشوه چې له امله یې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته. د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د دغه چاودنې د غندلو ترڅنګ وویل چې په دې چاودنه کې ۳۳ کسان وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان شوي دي.
د کندوز د عامې روغتیا رییس ساحل نجیبالله سلام وطندار ته وویل چې د دغه ولایت د امام صاحب ولسوالي په مولوي سکندر جومات کې د تېرې ورځې په برید کې د ۱۲ ماشومانو په ګډون ۳۶ کسان وژل شوي او د یو ماشوم په ګډون ۴۷ نور ټپیان شوي دي.
د کندوز د عامې ورغتیا رییس زیاتوي، پرون د چاودنې وروسته روغتیایي ټیم د پېښې ټپیان د امام صاحب ولسوالي حوزوي او بې پولې روغتونونو ته لېږدولي دي.
په همدې حال کې د کندوز د امنیه قومنداني د امنیت امر دوستمحمد عبیده وایي، ماین اېښودونکی چاودیدونکي توکي جومات دننه د کتاب په یوه جبعه کې د لمونځ کوونکو ترمنځ ځای په ځای کړي وو.
عبیده د کندوز د عامې روغتیا ریاست له خوا ورکړل شوي شمېرې تاییدوي او وایي چې په ټولو سیمو کې امنیتي مسوولانو ته لارښوونه شوې چې د دې پېښې ټپیانو ته د همکارۍ ترڅنګ امنیت هم تامین کړي. د هغه په وینا، د دې پېښې په اړه د هغوی څېړنې دوام لري او عاملین به یې ډېر ژر ونیول شي.
په همدې حال کې د امام صاحب ولسوالي اوسېدوونکي چې په دې چاودنه کې ټپیان شوي وایي روحي وضعیت یې ښه نه دی.
عبدالغفار چې په دې پېښه کې ټپي شوی وایي: « د ذکر په حال کې وم چې ناڅاپه د چاودنې غږ وشو او څو دقیقې وروسته د خلکو د چغو او ژړا غږ پورته شو.» د هغه په وینا، په دې پېښه کې یې خپل ۱۲ کلن زوی هم له لاسه ورکړی دی.
د دې پېښې ټپیان له اسلامي امارت څخه غواړي چې د دې جنایت عاملین ونیسي او په جدي توګه دې د خلکو امنیت تامین کړي. دې پېښې ملي او نړیوال غبرګونونه راپارولې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه برید غندلی. دغه وزارت په افغانستان کې وروستیو بریدونو ته په اشارې په دغه هېواد کې د تاوتریخوالو زیاتوالی د ژورې اندېښنې وړ بللی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه بریدونه د هغو ترهګرو اهداف ښیي چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه غواړي.
په خبرپاڼه کې راغلي: « په مزارشریف کې د شیعه ګانو پر یوه جومات له برید وروسته په کندز ولایت کې د سنیانو پر جومات برید په ښکاره د بهرنیو اجیر ترهګرو اهداف په ډاګه کوي چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه غواړي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما هم دغه برید غندلی او ویلي یې دي، لومړني راپورونه ښيي چې په روانه اوونۍ کې د تاوتریخوالو په لړ کې زیات ملکي وګړي وژل شوي دي.
له دې مخکې د هېواد پخواني جمهوررییس حامد کرزي هم دغه برید غندلی و او هغه یې د افغانانو په وړاندې ښکاره دسیسه بللې ده. هغه زیاته کړې چې له دغو شومو اهدافو څخه د خلاصون یوازینۍ لار د خلکو شعوري عمل او ملي یووالي او اتفاق دی.
د ملي مصالحې د عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله هم په جوماتونو او ښوونیزو مرکزونو کې پر بې ګناه او روژه لروونکو خلکو سیستماټیک بریدونه یوه دسیسه وبلله او ویې ویل چې « دا د افغانستان باعزته خلکو سره ښکاره دښمني ده او دې ته بل نوم نه شو ورکولی.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
عبدالله د افغانستان له خلکو څخه غوښتي چې د « شیعه او سني وروڼو او خویندو او د هېواد د بېلابېلو قومونو» ترمنځ د یووالي په ټینګولو سره د افغانستان د دښمنانو د دسیسو په وړاندې هوښیار واوسي.
اسلامي امارت ویاند په ټویټر کې لیکلي و چې د کندوز ولایت امام صاحب ولسوالي اړوند د « خانقا مولوي سکندر» جومات په چاودنه کې د ماشومانو په ګډون ۳۳ ملکیان وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان شوي دي.
ښاغلي مجاهد دغه برید غندلی او ویلي چې د دې پېښې عاملین فتنهګر او شریر عناصر دي. هغه ټینګار کړی چې د دې پېښې د عاملینو د نیولو او مجازت کولو لپاره هڅې روانې دي.
په مولوي سکندر جومات کې چاودنه یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د سه دوکان جومات پر لومنځ کوونکو هم ورته خونړۍ برید وشو. په دغه برید کې چې داعش ډلې پر غاړه اخیستی له ۱۰۰ زیات کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.