کندوز؛ پر جومات چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۳۶ او د ټپیانو ۴۷ ته ورسېد

پرون ماسپښین د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالي کې د مولوي سکندر په جومات کې دننه چاودنه وشوه چې له امله یې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته. د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دغه چاودنې د غندلو ترڅنګ وویل چې په دې چاودنه کې ۳۳ کسان وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان شوي دي.