په کندهار کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو د وروستیو جګړو له امله ګڼشمېر ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې او یوه برخه یې اړ شوې چې خپلې مېنې پرېږدي.
د میرویس حوزوي روغتون امر ډاکټر محمد داوود فرهاد سلاموطندار ته وایي چې په تېره یوه میاشت کې د جګړو له امله په کندهار ښار کې ۲۰ماشومان وژل شوي او ۱۳۰ ټپیان شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په دې وروستیو کې د هېواد د یوشمېر ولایتونو سربېره پر کندهار ښار هم د وسلهوالو طالبانو پراخ بریدونه پیل شوي چې تراوسه یې د دغه ښار ګڼشمېر سیمې نیولي او جګړه د ښار په منځ کې روانه ده.
په کابل کې د امریکا او انګلستان سفارتونو څو ورځې وړاندې د جګړو له امله ملکیانو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه اندېښنه ښودلې وه او د جګړې له ښکېلو لوریو یې غوښتنه کړې وه چې په جګړه کې د ملکیانو ژوند ته پام وکړي.
دا په داسي حال کي ده چې تېره میاشت وسلهوالو طالبانو د کندهار ښار پر اوومه ناحیه برید وکړ چي تراوسه پر یادي ناحیې سربېره د ښار په یوشمېر نورو سیمو کي فعال حضور لري او وخت نا وخت د ښار په بېلابېلو سیمو کې پر امنیتي پوستو بریدونه کوي.
له دې سره هممهاله د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په کندهار ښار کې د جګړو له امله تراوسه څه باندې ۱۱۰۰۰ کورنۍ بېځایه شوي چې د دغه ښار په اړوند سیمو کې تر شنه اسمان لاندې شپې او ورځې سبا کوي.
دغه بېځایه شوي د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتنه کوي چې خپلې غوښتنې دې د خبرو له لارې مطرحه کړي او له جګړې دې لاس واخلي.