Asset 1SWN

سلام وطندار

د لبنان حزب‌الله: په یوه ورځ مو پر اسراییل ۶۳ ځله عملیات کړي

17israel-iran-Hezbollah-wjgz-articleLarge

د لبنان حزب‌الله ډلې ادعا کړې چې د یکشنبې په ورځ یې د اسراییلو پر وړاندې ۶۳ ځله عملیات کړي.

د راپورونو پراساس، د لبنان حزب‌الله ویلي چې د اسراییلي ځواکونو پر وړاندې دغو عملیاتو کې د توپ‌مرمۍ، راکټونه او بې‌پیلوټه الوتکې کارول شوي، خو د اوښتې مرګژوبلې جزییات یې نه دي ورکړي.

دې سره، اسراییلي ځواکونو د لبنان په سویل کې ځمکني بریدونه پیل کړي.

د مارچ له دویمې نیټې راهیسې پر لبنان د اسراییلو بریدونو کې ۱۰۲۹ کسان وژل شوي او ۲۷۸۶ نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه جګړه کې له یو میلیون څخه ډېر خلک بېځایه شوي هم دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام