د بلخ ولایت اوسېدونکی احمد نور پنځه کاله وړاندې د امنیتي ستونزو او د کار  د نشت له کبله پرته له دې چې د نامنظمې کډوالۍ پر ننګونو ځان خبر کړي، خپلو دوو ماشومانو او مېرمنې سره له خطرونو د ډک سفر موزې په پښو کوي او په ډېرو هیلو سره ځانونه د انسان قاچاقچي ته سپاري او ایران ته روانېږي.

هغه انور چې د هوسا او امن ژوند تېرولو لپاره افغانستان کې خپل هرڅه وپلوري او یوه اروپايي هېواد ته ځان ورسوي.

نوموړي سلام‌وطندار سره خبرو کې وويل، د نورو کډوالو په څېر دی هم د نامنظمې کډوالۍ خطرونو او د موخې هېواد کې د ژوند ستونزو په اړه نه پوهېده.

احمد نور وايي، ایران ته تر رسېدو وړاندې لاره کې څو ځلې د قاچاقيانو له لوري لاس په لاس شوي دي.

نامنظمې کډوالۍ د احمد نور برخلیک ور بدل کړ، پنځه کاله وړاندې پېښه یې اوس هم ارام ته نه پرېږدي.

هغه وویل، ایران کې له څو ورځو تېرولو وروسته په نامنظمې کډوالۍ ترکیې ته روانېږي چې لاره کې یې له څلورو شپو او ورځو نه وروسته د تبې او لوږې له کبله ان خپله ۴ کلنه لور له لاسه ورکړه.

احمد نور د خپلې لور «مروې» له لاسه ورکولو وروسته سره له دې چې د ترکیې ته رسېږي؛ خو د هغه هېواد پولیسو له لوري بېرته ایران او له هغه ځایه افغانستان ته را ګرځول کېږي.

احمد نور د ژوند کولو لپاره هېڅ څه او ځای نه لري او اړ دی چې له خپلې مېرمن او ۷ کلن زوی سره د خپلوانو کور ته پناه یوسي.

هغه اوس کار نه لري او وايي، که چېرې پوهېده چې نامنظمه کډوالۍ دومره ستونزې لري او په کې خپله لور له لاسه ورکوي، هېڅ کله به یې خپل هېواد نه وو خوشې کړی او پر قاچاقيانو به یې باور نه کاوه.

دی له نورو کورنیو او ځوانانو غواړي چې د نامنظمې کډوالۍ خطرونه او مرګ پر ځان ونه مني او هېڅ کله خپل ژوند له خطر  سره مخ نه کړي.

د بلخ د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو رییس سید محمد مسعود قادري وايي، کوم کسان چې نامنظمې کډوالۍ ته مخه کوي، نامعلوم برخلیک سره مخ او د انساني قاچاقيانو له لوري پلورل کېږي.

د قادري په وینا، جګړې، ناامنۍ او ټولنیزې ستونزې لامل شوي چې ډېری کورنۍ هېواد خوشې کړي؛ خو دې وروستیو شپږو میاشتو کې ۹۱۰ کسان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي، چې دوی سره ثبت دي.

بلخ کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ولایتي دفتر رييس سید محمد سامع وویل، تر هغه چې حکومت امنیت ټینګ نه کړي او د ځوانانو لپاره کاري زمینې برابرې نه کړي، نورو هېوادونو کې به د افغان کډوالو د له لاسه ورکولو لړۍ روانه وي.

سامع وايي، د هرې ورځې په تېرېدو نامنظمه کډوالي ډېرېږي او ډېری مواردو کې کډوال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هېواد کې ناامنۍ، بې‌وزلي او اقتصادي ستونزې لامل شوي چې یو شمېر کورنۍ نامنظمه کډوالي وکړي او نامعلوم برخلیک سره مخ شي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام