نامنظمه کډوالي؛ د احمد نور کيسه چې لور يې قرباني شوه

د بلخ ولایت اوسېدونکی احمد نور پنځه کاله وړاندې د امنیتي ستونزو او د کار  د نشت له کبله پرته له دې چې د نامنظمې کډوالۍ پر ننګونو ځان خبر کړي، خپلو دوو ماشومانو او مېرمنې سره له خطرونو د ډک سفر موزې په پښو کوي او په ډېرو هیلو سره ځانونه د انسان قاچاقچي ته سپاري او ایران ته روانېږي.