ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترېش سره د افغانستان د روان وضعیت په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې بشري او امنیتي وضعیت « سخت د اندېښنې وړ» بللی دی. هغه په ​​افغانستان کې د ټولو قومونو په ګډون د یوه ټول‌شموله حکومت پر جوړولو ټینګار کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

عبداللهیان د ایران په ګډون په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو څپې ته هم اشاره وکړه او پر ملګرو ملتونو یې غږ وکړ چې د کډوالو په اړه خپلو مکلفیتونو ته پام وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداراز په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونو او په دغه هېواد کې د بې وزلۍ له امله رامنځته شویو ستونزو ته په کتو، د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو پر ازادېدو ټینګار وکړ.

په همدې حال کې انتونیو ګوترېش په افغانستان کې د یوه ټول‌شموله حکومت پر ارزښت د ټینګار ترڅنګ د افغان کډوالو په منلو کې د ایران د رغنده رول او د کډوالو په کوربتوب او همدارنګه د بشري مرستو په برابرولو کې د دغه هېواد ستاینه وکړه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د مکلفیتونو په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزیر د پوښتنې په ځواب کې هیله‌مندي ښودلې چې د ملګرو ملتونو وجهي صندوق وکولی شي د کډوالو په ملاتړ کې له ایران څخه لا زیات همکاري وکړي.

له دې مخکې هم ایراني چارواکو په افغانستان کې د رامنځته شوي ناورین له امله اندېښنه څرګنده کړې وه او د دغه هېواد د بشري مرستو پر ډېرېدو یې ټینګار کړی وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام