په هېواد کې د وروستیو تحولاتو له امله که څه هم افغانان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، خو له شته امنیت څخه خوښي څرګندوي او له خپلو کورنیو سره لرو پرتو سیمو ته د چکر لپاره ځي.

د سوېل ختیځ زون په پکتيا، خوست او پکتيکا ولایتونو کې ګڼ‌شمېر ځوانان د رخصتيو په ورځو کې هغو تفريحي سيمو ته ورځي چې له دې وړاندې د امنيتي ګواښونو له امله څوک نشوای ورتللی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغو سيمو ته ورتلونکي ځوانانو وايي، په دې وروستيو کې هغو سيمو ته چې پخوا ناامنه وې، د ځوانانو ورتګ زيات شوی او د امنيت په ټينګښت سره د خوښۍ او ارامتيا احساس کوي.

د خوست اوسېدونکي وايي، د موسی‌خېلو، قلندر او ګربز ولسوالیو غرونه او «مېلمه‌کوټ» سیمه هغه ځايونه دي چې ځوانان د مېلو لپاره ورځي. د خوست ترڅنګ پکتيکا کې هم ډېری داسې طبعې سيمې شته، چې دې وروستيو کې د ځوانانو پام ور اوښتی.

د «سردې‌بند» او ارګون ولسوالۍ کې د «ملکيار» او «ورژانه» هغه سيمې دي چې د چکر لپاره خلک ورځي.

د خوست اوسېدونکي خليل ګربزوال سلام‌وطندار ته وویل، «اوس وخت کې د موسی خېلو ولسوالۍ ته زيات خلک د چکر لپاره ورځي، چې هلته طبعي ځنګلونه شتون لري، شنه ساحه ده، د موسی خېلو تر څنګ قلاندر ته وزې ولسوالۍ ته، داسې ولسواليو ته خلک ورځي، چې پخوا نشوی ورتللی.»

په ورته مهال د پکتیکا اوسېدونکی عبدالرووف ذهن وايي، د نوي حکومت په راتګ سره په پکتيکا کې هغه سيمې چې طبعي ښکلاوې لري، هلته د ځوانانو مشرانو او کورنيو ورتګ زيات شوی دی. د نوموړي په وینا، خلک دغو سمیو ته په ډاډه زړه ورځي او په ساعتونو مېلې کوي.

د پکتيا اوسېدونکي بيا د تېر په څېر اريوب‌ځاځي، منډه‌هېر او څمکنيو ولسوالیو او د مرکز ګردېز اړوند «سټو کنډو»، «تېرې» او «ابدکي» سيمې ته په چکر ورځې.

د سوېل ختیځو ولایتونو چارواکي ډاډ ورکوي چې هر څوک کولای شي، په ډاډ توګه هغو سيمو ته د تفريح او چکر لپاره لاړ شي چې تر اوسه يې نه‌دي ليدلي.

د پکتيا د اطلاعاتو فرهنګ رییس خالقیار احمدزي وویل، دوی به د ټولو سیلانیانو امنیت ونیسي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه زیاته کړه: «ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو، چې پکتيا کې چې څومره تفريحي او سياحتي سيمي دي، کولی شي، د لېدنې لپاره په ډېر ډاډ سره ورته راشي، پکتيا يو له هغو ولايتونو څخه دی، چې  خورا ښې سياحتي سيمې لرې، هرڅوک کولی شي، په پوره اطمنان باندې هلته راشي.»

سوېل ختيځ ولايتونو د طبعي سيمو او ځنګلونو ترڅنګ د اوبو د مهار لپاره ډېری مناسب ځايونه لري چې تراوسه پرې د امنيتي ستونز له امله کار نه دی شوی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام