د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وايي چې د پرځول شوي ولسمشر محمداشرف غني پر واک د پاتې‌کېدو لپاره بې‌ځایه ټينګار د دې لامل شو چې طالبان پر افغانستان واکمن شي.

خلیل‌زاد دغه څرګندونې پرون د «نړیوالې سولې لپاره د کارنګي بنسټ» په څېړنیز مرکز کې د یوې انلاین غونډه پر مهال وکړې او وویل چې د افغانستان د مشرانو پر ځان باور او خودخواهي هم د دغه هېواد د حکومت په پرځولو کې اغېزمن وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 هغه زیاته کړې چې له طالبانو سره د افغان امنیتي ځواکونو د جګړې نه کولو انګېزه هم د دې لامل شوه چې د طالبانو له لوري د واک نیولو بهیر ګړندی کړي.

خلیل‌زاد همداراز ټينګار کړی چې امریکا په دې هڅه کې وه، څو په افغانستان کې لنډمهالی حکومت رامنځ ته کړي. د هغه په خبره، امریکا غوښتل افغان لوري د خبرو له لارې د دغه حکومت پر جوړولو هوکړې ته ورسوي.

په ورته مهال خلیل‌زاد د خپلو خبرو په یوې برخه کې ټينګار کړی چې اوس مهال امریکا له طالبانو سره پیاوړې ډيپلوماتیکې اړیکې لري. هغه د دغو اړیکو څخه په ملاتړ سره ویلي چې د افغانستان په اړه د امریکا تګ‌لاره له یوه ناڅرګند برخلیک سره مخ ده چې کولای شي، د امریکا ګټو ته زیان ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت د روان کال د وږي میاشتې په ۲۴مه کابل ونیوو چې له هغه وخت راهیسې نړیوالو د اسلامي امارت حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او امریکا هم د افغانستان بانک شتمنۍ کنګل کړي دي. دغې چارې اسلامي امارت تر یوې کچې اندېښمن کړی او طالب چارواکو په وار وار له نړیوالو د تعامل غوښتنه کړې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نړیوالې ټولنې تراوسه د طالبانو دغو غوښتنو ته ښه راغلاست نه دی ویلی او له اسلامي امارت سره په خپل چلن کې له احتیاطه کار اخلي. نړیوالې ټولنې ویلي، د طالبانو کړنې څاري او که چېرته یو پراخ‌بنسټه حکومت جوړ نه کړي او د لږکیو او ښځو حقونو ته درناوی ونه لري، حکومت به یې په رسمیت ونه پېژني.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام