د غزني ولایت د ګیرو ولسوالي اړوند په یوه کلي کې څه باندې ۱۵۰ کسان مسموم شوي دي.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي مصباح سلام‌وطندار ته ویلي چې دوه ورځې وړاندې د یاد ولایت د ګیرو ولسوالي اړوند د «باتور» کلي ۱۵۰ کسانو د کارېز ناپاکې اوبه څښلې وې چې له امله یې مسموم شوي او ډېری په اسهالاتو «ناس‌ناستي» اخته شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، یاد ناروغان د ګیرو ولسوالي روغتیايي مرکزونو کې د ګرځنده روغتیايي ډلو له لوري تر درملنې لاندې دي.

په ورته مهال د سیمې خلک وايي چې په دې وروستیو کې کوچیانو دغه کارېز ته خپل مړي شوي څاروي وراچولي وو او د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس هم په دې باور دی چې ښايي دغه اوبه له همدې امله ناپاکې شوې وي او د سیمې خلک یې مسموم کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او د کارېز یا هم د چینو له اوبو څخه استفاده کوي چې له امله یې وخت نا وخت بیا ورته پېښې رامنځته کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام