سلام‌وطندار له ۶۶ جوړو « ښځو او نارینه‌وو» سره مرکې کړي چې د مرکو په ترڅ کې موندل شوې د ډېرو ګډ ژوند له ټکنالوژۍ څخه د استفادې له امله ښه شوی دی.

د یادو ۶۶ نارینه او ښځینه‌وو له ډلې یې ۵۵کسانو ویلي چې ټکنالوژۍ څخه استفادې یې د ژوند کیفیت ښه کړی. دغه ۵۵کسان چې ۳۱ښځې او ۲۴نارینه دي، وايي، له ټکنالوژۍ استفاده یې، د ګډ ژوند پر بېلابېلو اړخونو مثبت اغېز کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی زیاتوي چې د ټکنالوژۍ له وسیلو له هغې ډلې، موبایل، کمپیوټر د ژوند له ملګري/ملګرې سره د دوستانه اړیکو او هغه/ هغې سره د نږدې‌ حس لرلو سربېره، د کور په کارونو کې د مرستې، مدیریت برخه کې مرسته کړې او ګډ ژوند یې ښه شوی.

په دې راپور کې د مرکو پرمهال یادو کسانو ویلي، له موبایل او کمپیوټر څخه استفادې دوی ته دا امکان برابر کړی چې د ټولنیزو رسنیو له منځ‌پانګې څخه په ګټې‌اخیستنې سره له خپلو خاوندانو/مېرمنو سره اړیکې ښې مدیریت کړي او ټولنیز او کاري مهارتونه یې لوړ کړي.

۲۷کلنه ای‌صفا چې د فاریاب اوسېدونکې ده، وايي، فېسبوک، یوټیوب او ټلګرام کې د ښوونیزو منځ‌پانګو څارنه لامل شوې چې په ګډ ژوند کې، د یوې واده شوې مېرمنې په توګه خپل مسوولیتونه په سمه توګه سرته ورسوي.

هغې وویل: «زما په ګډ ژوند ټکنالوژۍ او ټولنیزو رسنیو اغېز درلود او ما ترې هغه څه زده‌کړل چې پرې نه‌پوهېدم، بېلګې په توګه د خاوند او مېرمنې ترمنځ عاطفي، جسمي او جنسي اړیکې او دا چې څنګه چلن وشي، دا مې له فېسبوک، یوټیوب، تلګرام او د مېرمنې او خاوند اړوند مسایلو پاڼو څخه زده‌کړل. کله چې اومېندواره وم، خاوند مې له یوټیوب ځینې معلومات ماسره شریک کړل، دا چې څنګه مې خېټه کې ماشوم وپالم. لومړۍ اوونۍ، دویمه اوونۍ، درېیمه اوونۍ، یوټیوب کې مې ځینې ویډیوګانې وڅارلې او مخکې لاړم. همداراز څنګه یو سالم ماشومان وروزم او لوی یې کړم.»

په راپور کې مرکه شوي ښځې او نارینه وايي، هغه معلومات چې ټولنیزو رسنیو کې ورسره مخ کېږي، په مستقیم او غیرمستقیمه توګه ورسره د ګډ ژوند پایښت کې مرست کوي.

د فاریاب اوسېدونکی احمدشاه او د کندوز اوسېدونکی سمېع‌الله چې وادونه یې کړي، وايي، فېسبوک او یوټیوب دوی د ګډ ژوند بېلابېلو برخو څخه خبر کړي او لامل شوی چې ګډ ژوند کې، د خوښۍ او رضایت احساس وکړي.

احمدشاه هم وویل: «د معلوماتو لپاره، د ګډ ژوند له اړخونو سره د خبرتیا لپاره یې موږ باندې اغېز درلود او موږ ترې د یوه بریده راضي یوو. له ټکنالوژۍ په استفادې مې ځینو شبکو څخه معلومات اخیستي او یو څه مې زده‌ کړي، بېلګې په توګه، د روغتیايي مسایلو، حقوقي مسایلو په اړه مې سایټونه چک کړي، همداراز د متقابل احترام، په دې اړه  مې مطالعه کړې چې ګټور هم وو.»

سمېع‌الله بیا وايي: «څو کاله مخکې مې د کورنۍ په اړه یو ډول لیدلوری درلود، خو نن زه کورنۍ او ماشومانو ته مې بل لیدلوری لرم. مېرمن مې چې وزګاره وي، ټولنیزې رسنۍ څاري، هغه هم داسې ترې ګټه اخلي چې معلومات یې زیات شي، بېلګې په توګه د کورنۍ تنظیم، کورسونو او نورو… ویني او پلې کوي.»

له ټکنالوژیکو وسایلو څخه سمه استفاده کولای چې د ارامتیا او خوندیتوب حس رامنځته کولو کې مرسته وکړي چې دا چاره د کور مدیریت زده‌کړې، د خاوند/ مېرمنې د تمو او هیلو درک او د مینه‌ناکې فضا له پلوه شونې ده، ځکه هغه موبایل او کمپیوټر چې له انټرنټ سره نښلو شوی، کولای شي د یوه ګټور مطلب په لوستلو سره پر ګډ ژوند مثبت اغېز ولري.

په دې راپور کې له ۳۳ ښځو سره چې مرکې شوي، ۳۱ یې وايي، له ټکنالوژۍ په استفادې سره توانېدلي چې د خاوند/مېرمنې سره مینه‌ناکې او ښې اړیکې رامنځته کړي.

۲۷کلنه تمنا او ۲۰کلنه ازیتا وايي، ټولنیزو رسنیو کې د ښوونیزو ویډیوګانو څارنې له دوی سره مرسته کړې چې خپلو خاوندانو ته ښې مېرمنې واوسي.

تمنا وویل: «له یوټیوب او فېسبوک د ویډیوګانو لیدو لپاره استفاده کوم. زما پر ژوند یې ډېر مثبت اغېز کړی او کله چې موبایل کې کومه ویډیو وینم، د دې همدې لپاره ده چې څنګه خاوند او کور ته مې رسېدنه وکړم. ورځني ژوند کې ترې استفاده وکړم، خاوند ته مې ډېری وخت د فېسبوک کلیمې کاروم او دا لامل شوی چې خاوند ته مې یوه ښه مېرمن په نظر ورسم.»

ازیتا هم وايي: «له ټکنالوژۍ ډېره استفاده کوم، ځان، کور او کورنۍ ته مې هم رسېږم، له همدې امله مې خاوند راڅخه خوښ دی. انسټاګرام کې پاڼې څارم چې ماته راښيي، څنګه ارایش وکړم، څه ډول کور ډیزاین کړم، زوی مې دی او فېسبوک کې پاڼې څارم چې څنګه یې لوی کړم. خلاصه دا چې څنګه مې خاوند ناراحته کوي، ځان کړم او څه ډول چلن وکړم.»

بل‌خوا په دې راپور کې ۶۶ مرکه شویو له ډلې یې یوولس کسان چې دوه ښځې او نهه نارینه دي، وايي، د ټکنالوژۍ له وسایلو استفاده یې، پر ګډ ژوند منفي اغېز کړی او لامل شوی چې د یوازیتوب حس ورته پیدا شي.

۲۹کلن عتیق‌الله چې د جوزجان اوسېدونکی او درې کاله کېږي چې واده یې کړی، دی وايي، د ګډ ژوند پیل کې یې مېرمنې ته له ټکنالوژۍ د استفادې اسانتیاوې برابرې کړې، خو په وینا یې، اوس یې د مېرمنې له‌خوا د ټکنالوژۍ څخه استفاده یې د ماشومانو سلامتیا له ګواښ سره مخ کړې.

هغه وویل: «له یوټیوب او وټسپ‌ استفاده یې ماشومان ته زیان رسوي او پر دې پوهېږي چې دا یې بد عادت دی. له انټرنټ سمه استفاده هم کېدای شي، خو  خپلې ستونزې لري، دا چې که تاسو یې وکاروئ، ښځې ته مو رسېدنه نه‌شی کولای، که هغه یې وکاروي، تاسو او ماشوم ته رسېدنه نه‌شي کولای. هر څه حد لري، له حد چې تېر شو زیان یې ډېر دی.»

دغه ځوانان وايي چې د ټکنالوژۍ له امکاناتو استفادې، ګډ ژوند کې درېیم کس ته د ننوتلو فرصت برابر کړی او ټولنیزې رسنۍ مقابل لوري ته د خیانت زمینه هم برابره کړې.

د کندوز اوسېدونکې مهرماه چې پنځه کاله کېږي، واده شوې، وايي، له څه مودې راهیسې متوجه شوې چې خاوند ټولنیزو رسنیو کې له نورو مېرمنو سره بوختیا پیدا کړې چې په وینا یې، ګډ ژوند ورته په عذاب اوښی دی.

هغې وویل: «زما خاوند په دوامداره توګه په خپل ګرځنده تلیفون او مختلف پلیټ فارمونو/ پیغام رسونو اپونو کې بوخت وي. په موبايل خبرې کوي؛ هغه د نجونو سره خبرې کوي او خپل ډېر وخت له دوی سره تېروي. هغه ما ته جدي پاملرنه نه کوي، هغه زموږ ګډ ژوند ته پام نه کوي، او هغه زما ګټو ته پام نه کوي. هغه زموږ نیمګړتیاوو ته پام نه کوي؛ هغه زموږ ژوند، زموږ کورنۍ ته پام نه کوي. هغه بدلونونه چې زموږ په ژوند کې یې رامنځته کړي، هغه څه دي چې زما خاوند یې زما په اړه بې‌پرواه کړی. هغه یې ډېر بدل کړی. هغه ډېر وخت خپل ګرځنده تلیفون کې بوخت وي او ما او ماشومانو ته مو وخت نه‌ورکوي.»

د کورنیو اړوند مسایلو ارواح‌پوهان له واده وړاندې د پوهاوي ارزښت ته په پام وايي، له واده وړاندې پوهاوی کولای شي د ګډ ژوند ريښې پیاوړې کړي.

ارواح‌پوهان کوکبه نواب او هیبت‌الله ابراهیم‌خېل وايي چې د خپل ملګري/ملګرې ښه پېژندنې، د غوښتنو او ارزښتونو درک کولو او په ګډه په ژوند کې د احتمالي ننګونو لپاره چمتووالی، د واده مخکې مشورې، په نلاین ورکشاپونو کې د ګډون له لارې چې ټکنالوژۍ ورته دا زمینه برابروي، ترلاسه کېدای شي.

کوکبه وویل: «ټولنه مو دودیزه ده، په داسې حال کې چې نورو هېوادونو کې له واده وړاندې د خاوند یا مېرمنې پېژندنې لپاره د واده اوږدې مشاورې لري، دا چې پوه شي، مخالف جنس څنګه چلن ولري.»

هیبت‌الله هم وویل: «له منفي اړخه ټکنالوژي له پوهاوي پرته ګډ ژوند کې د مېرمنې او خاوند د نارضایت لامل کېږي، بېلګې په توګه ټلوېزیون کې یو سریال وینئ چې رښتیني ژوند سره یې پرتله سمون نه‌لري، له همدې امله د واده اړوند مشاورې ته اړتیا ده او له ټکنالوژۍ سمه استفاده.»

په ورته مهال ټولن‌پوه راشد صدیقي هم وویل: « که ښه ونه‌کارول شي، ستونزې رامنځته کوي او ډېرو کورنیو کې د جلاتوب لامل کېږي، نو لازمه ده چې سمه وکارول شي او له همدې لارې ټولنه او کورنۍ خپله اغېزمنه ونډه ښه ترسره کوي.»

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې «اترا» د شمېروله مخې، دا مهال هېواد کې ۱۲ میلیونه او ۵۰۰زره کسان انټرنټ کاروي چې ټولنیزې رسنیو څخه استفاده کوي، خو دا چې څومره نارینه‌ او ښځینه انټرنټ کاروي، شمېرې په لاس کې نشته.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادې ادارې ویاند جلال‌الدین شمس وايي: «افغانستان کې موږ ۲۳ میلیونه فعال سیم‌کارتونه لرو او شاوخوا ۱۲۵۰۰۰۰۰ کسان له انټرنټ څخه کار اخلي. دقیق ارقام نشته او ډېر خلک ټولنیزې رسنۍ کاروي او موږ د واده شویو او مجردانو شمېر په اړه دقیق ارقام نه‌لرو.»

له ټکنالوژیکو وسایلو استفاده او له انټرنټ سره د نښلوونکو موبایلونو د امکاناتو شتون واده شویو مېرمنو او نارینه‌وو ته دا توان ورکوي چې د ګډ ژوند اړیکو ښه‌والي لپاره ښوونیز پروګرامونه وڅاري او یو ښه ګډ ژوند ولري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام