د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون وايي، د اسلامي امارت له لوري د طلوع نیوز د درېوو کارکوونکو نیونه ناقانونه عمل دی.

پرون د اسلامي امارت ځواکونو د طلوع نیوز د خبر څانګې مدیر خپلواک ساپی، د حقوقي برخې مسوول عبدالله نافع او د یاد ټلوېزیون د خبرونو ویاند بهرام امان ونیول چې نن یې خپلواک ساپی او عبدالله نافع راخوشې کړي، خو بهرام امان لا هم د دوی په بند کې دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون په خبرپاڼه کې راغلي، په داسې حال کې چې نن د خبریال ملي ورځ ده، خو بهرام امان په زندان کې دی او خبریال باید خپله ورځ په زندان کې ونه نمانځي.

د طلوع نیوز د خبرونو ویاند بهرام امان پرون د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون له لوري د ۱۴۰۰ کال د «غوره ویاند» په توګه هم ټاکل شوی دی.

دغه بنسټ، د اسلامي امارت له اړوند ادارو څخه غوښتنه کړې چې بهرام امان خوشې کړي او که په اړه یې کومه ادعا وي، نو د رسنیو قانون له لارې دې حل کړي.

په همدې حال کې د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون له رسنیو څخه د سرغړونې قانون پر بیافعالولو ټينګار کړی او زیاته کړې یې ده چې په فعالېدو سره به د رسنیو اړوند قضیې د همدې قانون له مخې څېړل کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له لوري د طلوع نیوز د یادو درې کارکوونکو نیونې ګڼ‌شمېر کورني او بهرني غبرګونونه له ځان سره لرل.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما په یوه ټویټر پیغام کې په دې اړه اندېښنه ښودلې وه او د یادو کسانو د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام