هلمند ولایت کې د ښوونیز کال د وروستیو ازموینو په لړ کې د ښوونځیو زده‌کوونکي وايي چې سږکال د کتابونو کمښت له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو.

دوی سلام‌وطندار ته ویلي، په یوه ټولګي کې چې تر پنځوسو زده‌کوونکي درس لولي، یوازې لسو زده‌کوونکو درسي کتابونه لرل چې د زده‌کوونکو د پوهې پر کچه یې منفي اغېز کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

زده‌کوونکی عصمت‌الله وویل: «کتابونه تېر کال هم لږ وو، سږ کال هم کم وو. اوس زموږ په ټولګي کې یوازې لس کسانو کتابونه لرل. موږ څلوېښت کسانو وو، دېرش کسان همداسې پاتې وو.»

په لښکرګاه ښار کې ښوونکی حزب‌الله اسحاق هم وايي چې د کتابونو کمښت نه‌ یوازې زده‌کونکو ته ستونزې جوړوي، بلکې د ښوونکو د تدریسي پلانونو د تطبیق چارې هم ټکنۍ کوي.

هغه وویل: «ښوونځیو کې د کتابونو نه‌شتون دا ستونزه جوړوي چي زده‌کونکي مطالعه نشي کولای، ازموینه ته اماده‌ګي نه‌شي نیولی. د ښوونکي تدریسي پلان ګډوډوي او ډېر زده‌کونکي د کتابونو د رانیولو توان نه‌لري.»

د هلمند د پوهنې رییس محمد عوض انصاري د روان ښوونیز کال تر وروستیو د کتابونو کمښت تاییدوي، خو وايي چې تازه رارسېدلي ۷۰۱۵۴۶ جلده کتابونه به راتلونکي ښوونیز کال کې پر زده‌کونکو ووېشل شي.

نوموړي وویل، راتلونکی کال به ځینو ولسوالیو کې د مسلکي ښوونکو نه‌شتون ستونزه هم حل شي.

نوموړي وویل: «دا کتابونه په دې وروستیو کې رارسېدلي چي راتلونکي ښوونیز کال کي به پر زده‌کوونکو ووېشل شي او د هلمند شمال کې به نوي ښوونیز کال کې مسلکي ښوونکي هم د ازادې سیالۍ له لاري وګومارل شي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هلمند کې د کتابونو کمښت څخه د زده‌کوونکو شکایتونه داسې مهال دي چې په نورو ګرمسېرو ولایتونو کې هم ښوونیز کال په پایته رسېدو دی، خو لاهم د منځنۍ او لېسې دورې نجونې زده‌کوونکې ښوونځیو ته د تلو اجازه نه‌لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام