د افغانستان بانک د عالي شورا غړي شاه محمد محرابي یوې رسنۍ ته ویلي، د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو په موخه یې د امریکا ولسمشر ته یو لیک لیکلی دی. هغه وايي، که متحده ایالت د افغانستان شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالر نه ازادوي، نو د افغانیو د ارزښت ساتنې لپاره دې ۲سوه میلیون ډالر ازاد کړي.

محرابي ویلي، د دغو پیسو ډېره برخه چې څه باندې ۷ میلیارده ډالره کېږي، د امریکا او پاتې یې په ځینو اروپایي بانکونو کې ساتل کېږي.

د محرابي په وینا، امریکا نه‌باید د دې پیسو د لګولو په اړه اندېښنه ولري، ځکه د کنټرول لارې چارې یې هم د امریکا په واک کې دي او هغه هېواد یې کنټړولولی شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړې دغه لیک د امریکا د یوشمېر قانون جوړونکو د  لاسلیک او تایید وروسته د امریکا ولسمشر ته  استول کېږي.

خو د چارو ځینې شنونکي بیا په دې باور دي چې امریکا به د خپلو شرطونو له پوره کېدو پرته د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده نه‌کړي. د چارو شنونکی شهاب علي شهاب وایي، که امریکا ۲ سوه یا یونیم سل میلیون ډالره ازاد هم کړي، پر افغانیو به اغېز ونه کړي او نه به د افغانۍ ثبات وساتل شي، ځکه داسې هڅې کومې پایلې ته نه رسېږي.

د اقتصادي چارو کارپوه سیف‌الدین سیحون بیا وایي، دا ناشونې ده چې امریکا د اسلامي امارت کړنو ته په کتو اوسنیو شرایطو کې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

د هغه په وینا، د بندیزونو لرې کولو لپاره ځانګړي شرایط  شته او تر هغه چې ټول قانوني پړاوونه یې بشپړ نه شي، د دغو شتمنیو ازادېدل ناشونې ده. هغه وایي چې د شرطونو د پوره کولو سربېره د دغو پیسو ازادول وخت ته اړتیا ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تر دې وړاندې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم د امریکا لخوا د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادولو په اړه  امریکا  ته لیک استولی وو. دغه‌راز پرون د رییس‌الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر هم ویلي و چې دا شتمني د چا شخصي شتمني نه ده، بلکې د افغانانو پیسې دي باید ازادې شي.

خو دې وروستیو کې د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي، تر هغه چې اسلامي امارت د نړیوالو غوښتنو ته عملي ځواب ور نه‌کړي، د دغه هېواد کنګل شوې شتمني به ازاده نه شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام