دوه ورځې وړاندې د عامې روغتیا وزارت په یوې خبري غونډه کې وویل چې په هېواد کې د کورونا ویرووس د مثبتو پېښو د ډېروالي له امله او د کورونا یرووس د مخنیوي په موخه د پلازمینې په ګډون په ۱۶ولایتونو کې ټول دولتي او خصوصي  پوهنتونونه، ښوونځي او ښوونیز مرکزونه د دوو اوونیو لپاره تړلي.

خو د یو‌شمېر دولتي ادارو او د حکومت د کابینې د رسمي ناستو هغه انځورونه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي، ښکاري چې په دغو غونډو کې د کډون کوونکو له لوري روغتیایي سپارښتنو ته پام نه کېږي.

په دغو انځورونو کې لېدل کېږي چې د حکومت لوړي پوړي چارواکي او د ناستو کډون کوونکي، نه ماسک لري او نه یې هم ټولنیز واټن مراعات کړی.

 د حکومت دغه چلن د ګڼ‌شمېر افغانانو، د مدني ټولنې غړو او د روغتیا پالانو له نیوکو سره مخ شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌‌پاڼه وڅارئ

 په هرات کې د مدني ټولنې غړي جواد عمید او اشرف سادات په دې باور دي چې حکومت له یوه پلوه د کورونا ویرووس د مخنیوي لپاره بندیزونه لګوي او له بل لوري د لویو غونډو په جوړولو سره د کورونا ویرووس د خپرېدو سبب کېږي.

 دوی وایي، د حکومت دغه چلن به پر کورونا د خلکو باور زیانمن کړي.

په ورته مهال په هرات کې یو ډاکټر محمد رفیق شېرزی په وروستیو ورځو کې د کورونا ویرووس د درېیمې څپې په بهیر کې په هېواد کې پر دې ویرووس د اخته کسان د شمېر له ډېروالي اندېښنه ښايي او وایي چې په داسې شرایطو کې چې له یوه لوري د ګڼې ګوڼې ځایونه تړل کېږي او له بل پلوه سیاسي غونډې روانې دي، نو نشي کېدای چې په دې کړنو سره د کورونا ویرووس د پراخېدو مخ ونیول شي.

هغه وایي: «له بده‌ مرغه چې په دې وضعیت کې نشي کېدای چې یو بام او دوه هوا ولرو چې له یوه لوري یو‌شمېر ښوونیز مرکزونه وتړو او له بل لوري ناستې جوړې کړو، دا ټول د کورونا ویرووس په پراخېدو کې مهمه ونډه لري.»



په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت د مرستیال ویاند مني چې په یو‌شمېر سیاسي غونډو کې روغتیایي لارښوونو ته پام نه کېږي.

نوموړی له کوچنی اختر وروسته د کورونا ویرووس د چټک خپراوی لامل د روغتیایي لارښوونو نه مراعاتول په کوته کوي او له ټولو دولتي او خصوصي بنسټونو غواړي چې د کورونا ویرووس د مخنیوي لپاره دې روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي.

د کورونا ویرووس په اړه د روغتیایي لارښوونو په تړاو د دولتي او خصوصي بنسټونو نیوکې په داسې حال کې دي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا ویرووس له امله ۲۵کسان مړه شوي او په ټول هېواد کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو ۹۲۹ تازه پېښې ثبت شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام