کابل کې د چین سفیر وانګ یو نن پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له سرپرست سره په یوې ګډه خبري ناسته کې له افغانستان څخه د امریکا په نامسوولانه وتلو نیوکه وکړه.
د چین سفیر په دغه ناسته کې وویل چې د امریکا په راتلو سره افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ شول او اوس چې دغه هېواد له افغانستانه په غیرمسوولانه توګه وتلی، د افغانانو ستونزې دوه برابره شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال وانګ یو د امریکا له لوري د افغانستان د شتنیو د کنګلېدو په غبرګون کې وویل چې دغه هېواد د افغانستان د وضعیت ښهوالي لپاره د مرستو نه کولو له امله د ستونزو د زېږون لامل شوی دی.
په ورته مهال کابل کې د چین سفیر په دغه خبري ناسته کې ټينګار وکړ چې امریکا باید افغانستان کې د خپلو کړنو مسوولیت پر غاړه واخلي. نوموړي همداراز زیاته کړه چې هېواد یې افغانستان کې شخصي ګټې نهلري او د چا په کار کې لاسوهنه نه کوي.
کابل کې د چین دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په تازهګۍ سره د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي هم د امریکا له فتنې څخه د افغانانو د ازادېدو غوښتنه کړې ده.
په همدې حال کې یوشمېر سیاسي شنونکي په دې باور دي چې د چین او ایراني چارواکو څرګندونې له امریکا سره د دښمنۍ له امله دي. دوی د سیمې له هېوادونو غواړي چې د افغانستان د وضعیت ښهوالي لپاره د اسلامي امارت سرپرست حکومت د نړیوالو غوښتنو ته قانع کړي.
د سیاسي چارو شنونکي طارق فرهادي وویل: «چین او ایران باید په دې فکر کې شي چې سرپرست حکومت باید د ښځو او ځوانانو په دریځ کې بدلون راولي او نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته لاړې شي، څو د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت وپېژندل شي او پرمختګ ته لاره هواره شي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
واک ته د اسلامي امارت تر بیارسېدو راهیسې نږدې یوولس میاشتې کېږي، خو لا هم کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی چې خلک افغانستان کې د وضعیت خرابوالي او اقتصادي ستونزو د ډېروالي په اړه اندېښمن دي.