بلخ کې یوې مېرمنې ۲۰ ښځو ته د کار اسانتيا برابره کړې

مدیحه امیري ۲۶ کاله عمر لري او د بلخ پوهنتون په انجینرۍ څانګه کې یې زده‌کړې کړي وایي، دا چې په خپله تحصیلي برخه کې یې ورته د کار زمینه نه وه برابره، د ۳۰ زرو افغانیو په پانګې اچونې سره یې د خیاطۍ کار خونه جوړه کړې ده.

د یادې کارخونې د کار کوونکيو له لوري ټولې ګڼدل شوې جامې په نوي او ځانګړې بڼه تولید او بازار ته وړاندې کېږي. د مدیحې په دې کار خونه کې اوس ۲۰ ښځینه کار کوونکې په کار بوختې دي.

«د ماشوم پر ازاديو محدوديت، د ماشوم د حقونو ملاتړ د قانون د اصولو خلاف کړنه ده»

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کميسيون د پوهنې وزارت له لوري تر ۱۲ کلنۍ د زيات عمر لرونکيو نجونو  د ترانې ويلو د بنديز په غبرګون کې ويلي، د ماشومانو پر ازاديو د محدوديت لګول، د ماشومانو د حقونو د ملاتړ د قانون د اصولو خلاف کړنه ده.

له ياد کميسيونه نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې زدکړه، د وينا ازادي او هنري مهارتونو ته لاسرسی، د سن او جنس له تبعيض پرته د ټولو ماشومانو لومړني، بنسټي حقونه دي. د خبرپاڼې له مخې، ماشومان، نجونې او هلکان کولی شي د قوانينو په چوکاټ کې په برابر او ازاد ډول له خپلو حقونو ګټه واخلي.

نجونې نور له ۱۲کلنۍ وروسته د نارینه‌وو په غونډو کې ترانې نه‌شي ویلی

هغه مکتوب چې په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي ښيي چې د کابل ښار د پوهنې ریاست په یوه مکتوب کې لارښوونه کړې چې تر دې وروسته هغه نجونې چې له ۱۲ کلونو ډېر عمر لري؛ نه شي کولی د نارینه‌وو په حضور غونډو کې ترانې ولولي.

د مارچ اتمه؛ د افغانو مېرمنو نمایشي نمانځنه

افغانستان کې هر کال د «مارچ اتمه» د ښځو له نړيوالې ورځې د يو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې نمانځنه کېږي. دغه مراسم د حکومت او د ښځو د حقونو د يو شمېر ملاتړو بنسټونو له لوري ترسره کېږي. يو شمېر مېرمنې دغه مراسم نمايشي ګڼي او وايي چې دا کارونه د ښځو هېڅ درد ته درمل نه‌شي کېدی.

د ښځو نړیواله ورځ؛ بامیان کې ۵۰ سلنه نجونې په کم عمر کې واده شوي

د بامیان د ښځو چارو ریاست د ښځو نړیواله ورځ د نمانځغونډې جوړولو تر څنګ، د ښځو د لاسي صنایعو او ځايي خوړو د نندارتون او د بېلابېلو سپورټي پروګرامونو په جوړولو سره دا ورځ ونمانځله.

دغه راز، په بامیان ولایت کې د اغاخان بنسټ له لوري او د دغه ولایت د ښځو چارو ریاست، د بشري حقونو سیمه‌ييز دفتر، پوهنتون، د احصایې ریاست او د بامیان د ټولنیز معاونیت په څارنې سره «د بامیان ولایت د ښځو ټولنیز پروفایل» په نوم د یوې علمي څېړنې پایلې هم خپرې شوې.

‌«د سولې بهیر په ټولو پړاوونو کې باید ښځو ته د ګډون فرصت برابر شي»

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر د ښځو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې د افغانستان سولې په ټولو پړاوونو کې ښځو ته د ونډې ورکولو غوښتنه وکړه.

شهرزاد اکبر ومنله چې په دغه بهیر کې د ښځو کمه ونډه نه‌شي کولای په افغانستان کې سوله ټینګه کړي.

پروين: که سوله راشي د غور ټولو لرې پرتو سيمو ته ورځم او د خلکو درملنه کوم

پروین چې په غور ولايت قابله ده او د خلکو درمنله کوي د مارچ د اتمې د ښځو د پیوستون ورځې په مناسبت وايي،  که سوله راشي حاضره ده چې د دغه ولایت لرې پرتو سیمو ته لاړه شي او د جګړو ځپلو خلکو درملنه وکړي.

د پروين په وینا، د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ څو کلنو جګړو د ښځو او ماشومانو پر ژوند منفي او بدې اغېزې کړي چې ډېری یې په رواني ناروغیو اخته شوي دي.

لوګر کې د مېرمنو لاسي صنایعو پراختيا کړې

د لاسي صنایعو په برخه کې د افغان مېرمنو فعالیت د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره ګټور بلل کېږي. د ياد ولايت د ښځو چارو ريیسې شیما زرګر سلام‌وطندار ته وویل، د دغه ولایت لسګونه اوزګارو مېرمنو ته یې د خیاطۍ، مُهره دوزۍ او نورو برخو کې روزنه ورکړې او له دې لارې خپلې اقتصادي چارې سمبالوي.

شيما زرګر وویل، اوسمهال مرکز پل‌علم او یو شمېر ولسوالیو کې څه باندې سل مېرمنې د لاسي صنایعو په جوړولو بوختې دي او هڅه کوي چې دغو مېرمنو سره د ظرفیت لوړونې او بازار موندنې برخو کې همکاري وکړي.

ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزون درې وژل شوې خبريالانې خاورو ته وسپارل شوې

د انعکاس ټلوېزون درې کارکوونکې سعدیه سادات، شهناز رووفي او مرسل وحیدې چې تېره ورځ په ننګرهار ښار کې په دوه بېلابېلو بريدونو کې ووژل شوې نن خاور ته وسپارل شوې.

دغو درې واړو دوبلې برخه کې کار کاوه چې  د وژل کېدو پړه يې داعش وسله‌والې ډلې پر غاړه واخيسته.

ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون ۳ خبريالانې ووژل شوې

ننګرهار کې امنيتي مسوولان وايي، نن مازیګر شاوخوا څلور بجې د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د انعکاس خصوصي ټلوېزون پر ښځینه کارکوونکیو وسله‌وال برید شوی چې ۳ خبریالانې په‌کې وژل شوي او یوه بله مېرمن ټپي ده.

تر ۲۰۲۴ کال پورې د ښځینه پولیسو شمېر ۱۰ زرو ته زیاتېږي

د کورنیو چارو وزیر محمدمسعود اندرابي وايي چې د دغه وزارت د پلان له مخې، ټاکل شوې تر ۲۰۲۴ کال پورې د ښځینه پولیسو شمېر ۱۰ زرو ته زیات شي.
نوموړي دا څرګندونې نن په کابل کې ملت ته د دولت حساب‌ورکونې په غونډه کې کړې دي. هغه وايي، د ښځینه پولیسو د شمېر ډېروالي تر څنګ به هغه وکړي چې د هغوی د زده‌کړو او وړتیا کچه هم لوړه شي.

لوګر کې لمړي ځل لپاره د یوې ښځينه لیکوالې د کتاب مخکتنه وشوه

د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وایي، د پخوا په پرتله په دغه ولایت کې د لیکوالۍ او شاعرۍ برخې د پام وړ پرمختګ کړی او د تېر یوه کال په ترڅ کې د بېلابېلو شاعرانو ۷ کتابه چاپ  او مخکتنه یې شوې ده.

ځوانې لیکوالې نرګس کاظمي د تذکرةالشعرا په نوم کتاب چاپ کړی او  د کتاب له چاپه یې هم موخه په هېواد کې د مطالعې دود پراخول او په افغانستان کې د سراسري سولې ټینګښت دی.

د سولې او امنیت لپاره د ښځو د نوښت اېتلاف جوړ شو

د ښځو یوشمېر بنسټونو د «سولې او امنیت لپاره د ښځو نوښت» په نوم یو اېتلاف پرانېسته. دغه اېتلاف له ۱۵ بنسټونو چې په کابل او ولایتونو کې فعالیت کوي، جوړ شوی دی.
د کلید ګروپ رییسه نجیبه ایوبي وايي، د دغه اېتلاف د جوړېدو موخه د سولې پروسه کې د ښځو د ګډون په اړه ډاډ ترلاسه کول او د مدني ټولنو په ډله کې د هغو بنسټونو ګډ کار دی چې د ښځو له لوري یې مشري کوي.

جوزجان کې «د ښځینه‌وو فېټنس» کلپ پرانېستل شو

په جوزجان کې د «د ښځینه‌وو فېټنس» کلپ مسوولان وايي چې دغه کلپ یې په دغه ولایت کې سپورټ ته د ښځینه‌وو د هڅونې په موخه جوړ کړی دی.
د دغه کلپ روزونکې زهره یولچي وايي، یاد کلپ یې چې د سپورټ پر لازمو وسایلو او تجهیزاتو سمبال دی، په یوه مناسب ځای کې جوړ کړی او هره ورځ ۱۸۰ ښځې او نجونې په‌کې سپورټ کوي.