مجاهد: د نجونو ښوونځي به راتلونکی لمریز کال پرانېستل شي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې پوهنې وزارت هڅه کوي، څو په نوي لمریز کال کې د نجونو ټول تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیزي. نوموړي له اسوشیټډپرېس خبري اژانس سره په یوې مرکه کې ټينګار کړی چې اسلامي امارت هیله‌مند دی، څو په نوي ښوونیز کال کې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي.

 د بشري حقونو څار سازمان: په افغانستان کې بشري وضعیت مخ په خرابېدو دی

د بشري حقونو څار سازمان په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل کلنۍ راپور کې ویلي چې په تېر اګست میاشت کې د اسلامي امارت له راتګ وروسته په افغانستان کې اوږد مهاله جګړه د بشري ناورین او بشري حقونو بحران ته لاره هواره کړه.

د اقتصادي ستونزو په هوارېدو به دولتي پوهنتونونو کې زده‌کړې پیل شي

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست نن په کابل کې یوې غونډې ته د خپل څلور میاشتني کاري رپوټ د وړاندې کولو پر مهال وویل چې د اقتصادي او نورو ستونزو له امله په هېواد کې د شاوخوا ۴۰ دولتي پوهنتونونو د زده‌کړو بهیر درېدلی او هڅې روانې دي چې دغه ستونزې هوارې شي.

سیګار: روغتیايي مرکزونو ته د ښځو لاسرسی محدود شوی

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار هېواد کې د ښځو د وضعیت څرنګوالي څخه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې روغتیايي مرکزونو ته د ښځو لاسرسی  محدود شوی دی. خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي پر ښځو د محدودیت لګول او روغتیايي مرکزونو ته د هغوی د لاسرسي محدودېدل ردوي.

معترضانې: نړیواله ټولنه دې زمونږ له حقونو دفاع وکړي

کابل کې نن یوشمېر ښځو د اسلامي امارت له لوري پر ښځو د تازه لګول شویو  بندیزونو او د حقونو د نه‌رعایت په غبرګون کې لاریون وکړ او د کار او زده‌کړو له حق څخه د افغان ښځو د محرومیت پر وړاندې د نړیوالو چوپتیا  له «شرمه ډکه» وبلله.

اسلامي امارت د ښځو په اړه د بشر حقونو د څار بنسټ ادعا «پروپاګند» بللی

د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهې عن‌ المنکر وزارت له‌خوا له محرم پرته د ښځو پر سفر د بندیزونو لګولو په برخه کې د دغه وزارت د نوې تګ‌لارې د جوړېدو په اړه د بشري حقونو د څارسازمان غبرګون منفي تبلیغات او پروپاګند بللی دی.

په وروستیو درېيو مياشتو کې د ځان‌وژنې ١٣ پېښې ثبت شوې دي

په وروستیو درېوو یعنې تلې، لړم او لیندۍ میاشتو کې د ځان‌وژنې د پښو په اړه د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې د هېواد په ۹ولایتونو کې د ځان‌وژنې ۱۳ پېښې ثبت شوي دي. د یادو موندو پر بنسټ، دغه ځان‌وژنې د وزګارتیا، د روان ګونګ وضعیت او کورني تاوتریخوالي له امله شوي چې ډېری پکې ښځې دي.

په جوزجان کې د غربي جامو پر پېر او پلور بندیز ولګېد

د جوزجان امر بالمعروف او نهې عن المنکر رییس مولوي محمد‌ياسين وقاص، پرون د دغه ولایت مرکز شبرغان ښار له هټیوالو او پلورنځیو څخه د لیدنې پر مهال وویل، د لوېدیځو هېوادونو د جامو پېر او پلور په هېواد کې د بهرني فرهنګونو د ترويج لامل کېږي او د اسلامي شريعت له ارزښتونو سره په ټکر کې دی.

بې‌پولې خبریالان: د اسلامي امارت د راتلو راهیسې ۸۴سلنه ښځينه خبریالانې وزګاره شوي

د بې‌پولې خبریالانو ټولنې د افغانستان د رسنیو په اړه په یوې سروې کې ویلي، له هغه راهیسې چې اسلامي امارت پر دغه هېواد واکمن شوی نږدې ۲۳۱ رسنۍ تړل شوي او شاوخوا ۶۴۰۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. په سروې کې همداراز راغلي چې په دغه موده کې د نارینه‌ خبریالانو په پرتله ښځې تر ډېره اغېزمنې شوې دي.

د عمران خان پرونۍ څرګندونې د افغانانو له سختو غبرګونونو سره مخ شوي

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته ویلي چې داعش ډلې له افغان خاورې پر پاکستان بریدونه کړي او د ښځو سپکاوی او نجونو ته د زده‌کړو نه‌اجازه د افغانانو د کلتور یوه برخه ده. د عمران خان دا څرګندونې ګڼ‌شمېر افغانانو په کلکو ټکو غندلي دي.

کابل ښاروالي له بلبورډونو د ښځو «غیرشرعي» تصویرونه پاکوي

کابل ښاروالۍ اعلان کړی چې د ښار په کچه یې له بلبورډونو او د سوداګریزو اعلانونو له لوحو څخه د «غیرشرعي انځورونو» د پاکولو بهیر پیل کړی دی. دغه بنسټ نن پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي: «د کابل په بېلابېلو سیمو کې له بلبورډونو او لوحه څخه د غیرشرعي انځورونو او اعلاناتو د پاکولو بهیر روان دی.»

پکتیاوالې: ښځينه پولیسې دې بېرته دندو ته وغوښتل شي

پکتيا کې يوشمېر ښځې له اوسني نظام څخه غواړي چې د تېر په څېر ښځينه پوليسو ته په ځينو ادارو کې د اړتیا پر بنسټ دندې ورکړي. دغه ښځې وايي چې ډېری وختونه د پېژندپاڼو او پاسپورټونو د اخيستو او نورو ملکي ادارو ته د ورتګ پر مهال ښځينه پولیسو ته زياته اړتيا ليدل کېږي.