
جوزجان کې یوې مېرمنې یوشمېر ښځو ته د کار زمینه برابره کړې
جوزجان د هېواد په شمال کې یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د نارینهوو ترڅنګ ښځې هم پهکې کوچنۍ او لویې پانګونې کوي او د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره کاري فرصتونه رامنځته کوي.

جوزجان د هېواد په شمال کې یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د نارینهوو ترڅنګ ښځې هم پهکې کوچنۍ او لویې پانګونې کوي او د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره کاري فرصتونه رامنځته کوي.

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار هېواد کې د ښځو د وضعیت څرنګوالي څخه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې روغتیايي مرکزونو ته د ښځو لاسرسی محدود شوی دی. خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي پر ښځو د محدودیت لګول او روغتیايي مرکزونو ته د هغوی د لاسرسي محدودېدل ردوي.

کابل کې نن یوشمېر ښځو د اسلامي امارت له لوري پر ښځو د تازه لګول شویو بندیزونو او د حقونو د نهرعایت په غبرګون کې لاریون وکړ او د کار او زدهکړو له حق څخه د افغان ښځو د محرومیت پر وړاندې د نړیوالو چوپتیا له «شرمه ډکه» وبلله.

په جرمني کې دوه افغان ورونه د خپلې خور د وژنې په تور چې هغه یو ناموسي قتل بللی شوی، د برلیین ښار څارنوالۍ پرون په رسمي توګه تورن پېژندلي دي.

د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت لهخوا له محرم پرته د ښځو پر سفر د بندیزونو لګولو په برخه کې د دغه وزارت د نوې تګلارې د جوړېدو په اړه د بشري حقونو د څارسازمان غبرګون منفي تبلیغات او پروپاګند بللی دی.

په وروستیو درېوو یعنې تلې، لړم او لیندۍ میاشتو کې د ځانوژنې د پښو په اړه د سلاموطندار موندنې ښيي چې د هېواد په ۹ولایتونو کې د ځانوژنې ۱۳ پېښې ثبت شوي دي. د یادو موندو پر بنسټ، دغه ځانوژنې د وزګارتیا، د روان ګونګ وضعیت او کورني تاوتریخوالي له امله شوي چې ډېری پکې ښځې دي.

د جوزجان امر بالمعروف او نهې عن المنکر رییس مولوي محمدياسين وقاص، پرون د دغه ولایت مرکز شبرغان ښار له هټیوالو او پلورنځیو څخه د لیدنې پر مهال وویل، د لوېدیځو هېوادونو د جامو پېر او پلور په هېواد کې د بهرني فرهنګونو د ترويج لامل کېږي او د اسلامي شريعت له ارزښتونو سره په ټکر کې دی.

د بېپولې خبریالانو ټولنې د افغانستان د رسنیو په اړه په یوې سروې کې ویلي، له هغه راهیسې چې اسلامي امارت پر دغه هېواد واکمن شوی نږدې ۲۳۱ رسنۍ تړل شوي او شاوخوا ۶۴۰۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. په سروې کې همداراز راغلي چې په دغه موده کې د نارینه خبریالانو په پرتله ښځې تر ډېره اغېزمنې شوې دي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته ویلي چې داعش ډلې له افغان خاورې پر پاکستان بریدونه کړي او د ښځو سپکاوی او نجونو ته د زدهکړو نهاجازه د افغانانو د کلتور یوه برخه ده. د عمران خان دا څرګندونې ګڼشمېر افغانانو په کلکو ټکو غندلي دي.

کابل ښاروالۍ اعلان کړی چې د ښار په کچه یې له بلبورډونو او د سوداګریزو اعلانونو له لوحو څخه د «غیرشرعي انځورونو» د پاکولو بهیر پیل کړی دی. دغه بنسټ نن پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي: «د کابل په بېلابېلو سیمو کې له بلبورډونو او لوحه څخه د غیرشرعي انځورونو او اعلاناتو د پاکولو بهیر روان دی.»

پکتيا کې يوشمېر ښځې له اوسني نظام څخه غواړي چې د تېر په څېر ښځينه پوليسو ته په ځينو ادارو کې د اړتیا پر بنسټ دندې ورکړي. دغه ښځې وايي چې ډېری وختونه د پېژندپاڼو او پاسپورټونو د اخيستو او نورو ملکي ادارو ته د ورتګ پر مهال ښځينه پولیسو ته زياته اړتيا ليدل کېږي.

د افغانستان په ډېرې لرې پرتو سيمو کې له کلتوري محدوديتونو سربېره نجونې ښوونځيو ته ځي او د لوړو زدهکړو هيلې لري. تازه د پکتيا مرکز ګردېز کې له ۲۴ لېسو څخه ۱۹۰۶ زدهکوونکي چې ۳۵۴ يې نجونې دي فارغې شوي.

عایشه دُرانۍ نیمرزو کې یوه له هغو ښځو څخه ده چې کلونه یې دغه ولایت کې د لاسي صنایعو د تولید په برخه کې کار کړی. نوموړې وايي، څه باندې څلور میاشتې کېږي چې د سیاسي بدلونونو او د ښځو لاسي صنایعو څخه د نه ملاتړ له امله وزګاره او په کور شوې ده.

د سمنګان امنیه قومندان مولوي حبیبالله حماس په دغه ولایت کې د «نامشروع کړنو» په تور د درېوو ښځو او یوه سړي د نیولو خبر ورکوي. حماس ویلي، یاد کسان یې پنجشنبه شپه د یاد ولایت مرکز د ایبک ښار په زړه سیمه کې هغه مهال ونیول چې په یوه کور کې پر نڅا او د شرابو په څښلو بوخت وو.

د درخشان ټولنې مسئول بشیر فروغ وايي، دا نندارتون د کلیوالو میرمنو د ظرفیت لوړولو په موخه جوړ شوی، څو د دغو مېرمنو لاسي صنایو لپاره بازار موندنه وشي.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټوماس ویسټ ویلي، که څه هم په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه پوهېږئ، خو تر هغه یې چې شرایط نه وي منل شوي، اسلامي امارت به په رسمیت ونه پېژني. ویسټ ټینګار کړی چې اسلامي امارت باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي او امریکا هم باید په دې اړه ډاډ ترلاسه کړي.