
ا.ا هېواد کې د ښځینه ورزشکارانو لپاره ورزشي کمپلېکس جوړوي
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او د المپیک ملي کمېټې چارواکي وايي چې د اسیا او نړیوالو المپیک په مرسته کابل کې د ښځینه ورزشکارانو لپاره د سپورټ کمپلېکس جوړوي.

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او د المپیک ملي کمېټې چارواکي وايي چې د اسیا او نړیوالو المپیک په مرسته کابل کې د ښځینه ورزشکارانو لپاره د سپورټ کمپلېکس جوړوي.

د بشريحقونو څار بنسټ، د جورج ټاون پوهنتون د ښځو او سولې موسسې او ځینو نورو بنسټونو پرون سپینې ماڼۍ ته یوه وړاندیز کې غوښتنه وکړه چې د ا.ا د چارواکو پر سفر د بندیز معافیت لغوه کړي. هغې وویل، د یادې پرېکړې په عمليکېدو سره به ا.ا ته وښودل شي چې افغانستان کې یې د ښځو او بشري حقونو پر وړاندې کړنې منفي دي.

د پوهنې وزارت مسوولانو نن کابل کې ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام په لړ کې یوې خبري ناستې ته وویل چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو د ښوونځیو پر بیاپرانستلو کار روان دی. نوموړی زیاتوي چې د نجونو ښوونځیو بیاپرانیستل هم د یوې ورځې یا شپې کار نه دی.

د بشري حقونو د څار بنسټ، د ښځو برخې مرستیاله هیدر بار وايي، حکومتونو له افغان ښځو سره پر خپلو کړيو ژمنو عمل نه دی کړی او له همدې امله باید له دوی څخه بښنه وغواړي.

تېرو شلو کلونو کې د رسنیو او بیان ازادۍ یوه له مهمو لاستهراوړنو څخه شمېرل کېږي، خو دې وروستي یوه کال په تېرېدو سره چې افغانستان کې تازه سیاسي بدلونونه رامنځته شول، رسنۍ او خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

د ا.ا بیاواکمنېدو راهیسې افغان ښځې لاهم له ګڼو محدودیتونو او یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي. د بشريحقونو څار بنسټ وايي، تېر یو کال د افغان ښځو لپاره وحشتناک کال و. د بشرحقونو څار بنسټ اړوند د ښځو څانګې د مدیر مرستیاله هیدر بار سلاموطندار ته ویلي، په تېر یوه کال کې د ا.ا کړنو دا وښوده چې ښځې عمومي ژوند کې ځای نه لري.

«بالامردیان» د جوزجان د فیضاباد ولسوالي یوه لرې پرته ولسوالي ده چې پهکې نږدې ۱۲۰۰ کورنۍ مېشتې دي. اوسېدونکي یې د کرنې، مالدارۍ او ازاد شغل له لارې اقتصادي اړتیاووې پوره کوي.

د غور روغتیايي مسوولان وايي چې د تېرو پنځو میاشتو پرمهال دغه ولایت کې د خوارځواکۍ له امله ۸ ماشومان مړه شوي دي.

د ماشومانو د ژغورنې موسسې (سېف د چېلډرن) د اسلامي امارت د واکمنۍ د یوه کال پورهکېدو په درشل کې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې د تېر یوه کال پرمهال د افغان نجونو ژوند تریخ شوی دی. راپور کې راغلي چې تېر یوه کال کې له ۸۸ سلنه کم عمره نجونو څخه د والدینو لهخوا د کورنۍ مالي وضعیت ښهوالي په موخه د واده غوښتنه شوې ده.

د لوګر محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د بېلابېلو وسلهوالو بریدونو پرمهال د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان وژل شوي دي. د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند احمدالله انس سلاموطندار ته ویلي، ناپېژنده وسلهوالو د مرکز پلعلم ښار په «التمور» او حصارک سیمو کې په جلا جلا پېښو کې یو کس او یو موټر چلوونکی په ډزو وژلي دي.

د زابل محلي مسوولان وايي چې په مرز کلات ښار کې یې د زنا او غلا په تور دوه ښځې او درې نارینه په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د اسلامي احکامو له مخې نه، بلکې دا کار د پاکستان په امر شوی دی. د ا.ا سرپرست حکومت تراوسه د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دغو څرګندونو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

هېواد له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو د ښوونځیو تړلي پاتېکېدو پر دوام، نن کابل کې د نور د زدهکړو او ظرفیتونو پراختیا موسسې له اسلامي امارت د نجونو ښوونځیو د پرانستلو غوښتنه وکړه.

خوست کې نن د افغانستان پرمختیايي او مسلکي موسسې لهخوا د لاسي صنایعو ننداراتون جوړ شوی و چې پهکې د نارینو ترڅنګ ښځو هم خپل لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړې وې.

د ننګرهار د امنیې قومنداني مسوولان وايي، هغه کس یې نیولی چې څه موده وړاندې یې جلالاباد ښار کې خپله مېرمن وژلې وه.

د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت سرپرست محمدخالد حنفي پرون جوزجان کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې ویلي، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د دغه وزارت د کارکوونکو له لوري څوک له دلیل پرته نه دي زورول شوي. هغه له خلکو وغوښتل چې تر بل هر وخت زیات دغه وزارت څخه د ملاتړ لپاره هڅې وکړي.