
هغه نجونې چې خپلې هیلې یې پريښي او ښار کې یې کار ته مخه کړې
کله چې د تخار په مرکز تالقان ښار کې ګرځې، تر هر څه د مخه به د خلکو له ناچارۍ او ناخوښیو سره مخ کېږي. دلته به داسې نجونې او ښځې ووینې چې بنډل بنډل ډوډۍ یې مخې ته ايښي او دې ته په تمه دي چې څوک ورشي او ترې ویې پېري. په دې ډله کې، داسې نجونې هم شته چې د درسي ټولګي پر ځای، د ناچارۍ له کبله دلته ناستې دي او سهار تر بېګاه د څو پیسو موندلو لپاره زیار ګالي.














