کندهار کې یو کس د مېرمنې د سر غوڅولو پر مهال نیول شوی
د کندهار امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې یې هغه کس نیولی چې له خپلې مېرمنې یې سر پرې کاوه.
د کندهار امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې یې هغه کس نیولی چې له خپلې مېرمنې یې سر پرې کاوه.
د ولسي جرګې یوشمېر غړیو د دې جرګې د نن ورځې په عمومي غونډه کې د پروموټ پروژې د څېړلو غوښتنه وکړه.
د ولسي جرګې غړي وايي، ژرترژره دې د دې پروژې د څېړلو په موخه یو ځانګړی کمېسیون جوړ شي، څو په یاده پروژه کې شوی فساد ټولو ته څرګند شي.
د هرات پښتو زرغون ولسوالۍ کې يوه سړي له واده دوه ورځې وروسته ويلي چې ناوې مېرمن يې «باکره» نه ده او طالبانو ته ورغلی چې مېرمن یې صحرايي محاکمه کړي.
دغه نوې واده شوې مېرمن له شل ورځو لالهاندۍ وروسته نن له خپل ورور سره هرات ښار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي کميسيون ته ورغلي تر څو د خپل وقار د ساتلو او ځان د طالبانو له صحرايي محاکمې و ژغوري.
د یوې نوي څېړنې پر بنسټ چې د مېډېکا موسسې له خوا شوې، د بکارت پردې د ۲۹ قضییو له ډلې چې تر څېړنې لاندې وې، یوه يې هم د محکمې د حکم پر بنسټ نه ده معاینه شوې.
د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع یا مجما مسوولان وايي، د دې بنسټ د څېړنې پربنسټ ۹۳سلنه هېوادوال غواړي له سولې وروسته حکومت کې د ټولنې په بېلابېلو برخو کې ښځو ته د ګډون حق ورکړل شي.
د مجما د برنامو مسوول ایوب شهریار نن د «ټول شموله سولې، د ښځو غوښتنې او اندېښنې» په نامه یوې غونډه کې کابل کې وویل، د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د دوی د یوې میاشتنۍ څېړنې پایله ښیي چې ۹۳ سلنه هېوادوال له سولې وروسته په حکومت کې د ښځو د حضور غوښتنه کوي.
افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شپاړس ورځنی کمپاین داسې مهال پای ته رسېږي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ورځ تر بلې زیاتېږي.
سلاموطندار د روان لمریز کال له پیله د زونونو په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شمېرې راټولې کړي، ښيي تېر کال ته په پرتلې روان کال د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي يا یوناما او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په خپل تازه راپور کې ويلي چې د افغانستان قضايي سیسټم افغان مېرمنو او نجونو ته د تاوتریخوالي د جرمونو د عدالت په تاميڼ کې پاتې راغلی دی.
دغه راپور د «د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي جرمونو لپاره د عدالت په لټه کې» تر عنوان لاندې د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر د ۲۰۲۰ کال تر فبرورۍ پورې د ښځو او …
د افغانستان لومړنۍ جنراله او پخوانۍ د روغتیا وزیره سهیلا صدیق د پلازمېنې کابل په سردار محمد داود خان روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله نن د جمعې په ورځ مړه شوه.
سهیلا صدیق له نږدې شپږو کلونو راهیسې د هېرې یا الزایمر په ناروغۍ اخته او سردار محمد داود خان روغتون کې یې درملنه کېده.
د بدخشان د زېباک ولسوالۍ حقوقي مدير امامداد نیازی وايي، د هغې ۹کلنې نجلۍ د واده مخه يې ونيوله چې له يوه زوړ سړي سره يې واده کېده.
نيازي وويل، دغه سړی له خپلې ښځې بېل شوی و.
د تخار په مرکز تالقان ښار کې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلاموطندار ته ویلي، یوه کس چې څلور مېرمنې یې لرلې، خپله کشره مېرمن چې امیندواره هم وه، وژلې ده.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نن په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه خپل تازه راپور خپور کړ.
د ښځو چارو وزارت مسوولانو نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، د تېر کال په پرتله په روان کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي جدي قضیې ډېرې شوې دي.
د باميانو د پوهنې رياست مسوولان وايي، ياد ولايت کې ۱۰ سلنه زدهکوونکې نجونې د ژر واده کولو له کبله ښوونځي خوشې کوي.
د ياد ولايت د پوهنې رييس ایوب امیري سلاموطندار سره خبرو کې وويل، د دوی د رياست موندنې ښيي چې له ۱۳۹۷ کال را وروسته شاوخوا ۱۲۰۰۰ نجونې ښوونځيو ته نه دي حاضرې شوي.
د لوګر ارزې، خوښۍ او خروار ولسوالیو کې د نجونو پر مخ له څلورم ټولګي د پورته ښوونځیو له تړل کېدو وروسته، اوس مرکز پلعلم او برهکي برک، څرخ او محمداغې ولسوالیو کې له منځنۍ دورې پورته ښوونځي د نجونو پرمخ تړل شوي دي.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب سلاموطندار ته وویل، د ناامنیو زیاتېدو له کبله برهکيبرک، محمداغې او څرخ ولسوالیو کې له څلورم ټولګي او مرکز پلعلم کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو کې د نجونو لیک لوست بند شوی.
د بادغيس ولايت امنيتي مسوولان وايي، طالبانو د بادغيس- هرات لويې لارې «برقکزده» سيمه کې دوه ښځينه پوليسې وژلې دي.
د ياد ولايت د ولايتي شورا رييس عبدالعزیز بېک د یاد خبر په تاييد سره سلاموطندار ته وايي، دغه پېښه تېره ورځ مازديګر مهال شوې ده.
په پلازمېنه کابل کې یو شمېر په زده کړو سمبالې نجونې وايي، په اړوندو تحصیلي څانګو کې د کار او کاري تجربې نه لرلو له کبله یې دوکانداري پيل کړې ده. په کابل ښار کې د عطرو یوه پلورونکې نوشین حلیمي وايي، سره له دې چې د حقوقو برخه کې زدهکړې لري؛ خو اوس عطر پلوري.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون