
کرېکټ؛ نیوزیلنډ په نهو وېکټو پاکستان مات کړ
د بنګلدېش، پاکستان او نیوزیلنډ ترمنځ د درې اړخیزې لوبلړۍ د شل اووره سیالیو په لړ کې نن نیوزیلنډ لوبډلې پاکستان ته په نهو وېکټو ماته ورکړه.

د بنګلدېش، پاکستان او نیوزیلنډ ترمنځ د درې اړخیزې لوبلړۍ د شل اووره سیالیو په لړ کې نن نیوزیلنډ لوبډلې پاکستان ته په نهو وېکټو ماته ورکړه.

د روزګان د فوټبال فدراسیون چارواکي وايي، د دغه ولایت د فوټبال غوره لیګ یې پیل کړی چې دوه میاشتې به دوام وکړي.
د روزګان د فوټبال فدراسيون رییس ميرزامحمد اميرزی وايي سيالۍ يې د افغانستان د فوټبال فدراسيون په مرسته پیل کړي چې نهه لوبډلې پهکې ګډون لري.

د پاکستان، بنګلدېش او کوربه نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ په پیل شویو درې اړخیزه شل اووره سیالیو کې نن نیوزیلنډ لوبډلې بنګلدېش ته په اتو وېکټو ماته ورکړه.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې له لوري د لوګر په مرکز پلعلم کې د ۱۸ کلبونو ترمنځ د کرېکټ د پیل شویو سیالیو اتلولي، د همت لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده.

د اندونیزیا په ختیځ کې د فوټبال د دوو کلبونو ترمنځ له سیالي وروسته په ټېل ماټېل کې ۱۲۹ کسان وژل شوي او ۱۸۰ کسان ټپیان دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګې پرون د تلې دویمه د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ۱۸ کلپونو ترمنځ د انټرکلپ رسمي سیالي پیل کړې.

کونړ کې د ۳۴ کلپونو ترمنځ د کرېکت رسمي سیالي پیل شوې چې موخه یې د دغه ولایت، ولایتي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو پېژندل دي.

له ۲۰۰۵ کال راپدېخوا نن د انګلستان کرېکت ملي لوبډله په لومړي د پاکستان کراچۍ ښار کې د دغه هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.
دغه سیالي به د پاکستان پر وخت نن شپه ۷:۰۰ بجې پیل شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د شلاوریز نړیوال جام لپاره افغان لوبډله اعلان کړه.
دغې ادارې پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي چې د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د یاد جام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله غوره کړې او ورسره یې څلورو نورو احتیاطي لوبغاړو ته هم پهکې ځای ورکړی دی.

میدانوردګ کې د کرېکټ امریت له لوري د ولایتي لوبډلې د غوراوي په موخه د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالي پیل شوې.

د اسیا کرېکت کپ په پایلوبه کې نن د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډله د پاکستان له کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

په روزګان کې د کرېکټ بورډ ولایتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د لسو لوبډلو ترمنځ د انټرکلب کرېکټ سیالۍ پیل کړي دي.

د اسیا کپ په روانو سیالیو کې نن هند او افغانستان سره مخامخ شول. هند په دې لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او افغانستان ته یې د ۲۱۳ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن د اسیا کپ روان څلور غوره پړاو سیالیو په لړ کې د هند کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي. دواړه لوبډلې اسیا کپ څخه بهر شوي او دغه لوبه یوازې تشریفاتي بڼه لري. ټاکل شوې چې یاده سیالي نن ماښام د افغانستان په وخت ۶:۳۰ بجې پیل شي. افغانستان او هند دواړو په روان پړاو کې له پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې څخه ماتې خوړلې دي.

افغانستان د اسیا کپ شلاوریزو سیالیو په لړ کې نن له پاکستان سره مخامخ شو چې د دواړو لوریو ترمنځ تر سختې سیالۍ وروسته پاکستان دا لوبه په یوې ویکټې وګټله.

افغانستان د اسیا کپ شلاوریزو سیالیو په لړ کې نن له پاکستان سره مخامخ شو.
په دې لوبه کې پچه پاکستان وګټله او افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. افغانستان د شل اورونو په لوبولو او شپږو ویکټو په سوځېدو سره پاکستان ته د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه.