
له ننګرهار څخه نورو هېوادو ته د صادراتو کچه ۴۰ سلنه لوړه شوې
ننګرهار کې د بېلابېلو توکو جوړولو لسګونه تولیدي فابریکې فعاله دي چې په تېرو څلورو میاشتو کې دغه ولایت څخه د شوکاڼي، غالۍ، د چرګانو د خوراک دانې او د ځینې نورو توکو صادرات ۴۰ سلنه زیات شوي.

ننګرهار کې د بېلابېلو توکو جوړولو لسګونه تولیدي فابریکې فعاله دي چې په تېرو څلورو میاشتو کې دغه ولایت څخه د شوکاڼي، غالۍ، د چرګانو د خوراک دانې او د ځینې نورو توکو صادرات ۴۰ سلنه زیات شوي.

د نړیوال بانک مرستندویو هېوادونو پرېکړه کړې چې د افغانستان له کنګل شویو پیسو څخه به ۲۸۰ میلیونه ډالره په دغه هېواد کې له بشري ناورین سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو دوو مرسته کوونکو بنسټونو ته ورکړل شي. ازاد شوي ۲۸۰ میلیونه ډالر د افغانستان د وجهي صندوق د کنګل شویو پیسو یوه برخه ده او تر یوې میاشتې به افغانستان ته راورسېږي.

د سمنګان امنیه قومندان مولوي حبیبالله حماس په دغه ولایت کې د «نامشروع کړنو» په تور د درېوو ښځو او یوه سړي د نیولو خبر ورکوي. حماس ویلي، یاد کسان یې پنجشنبه شپه د یاد ولایت مرکز د ایبک ښار په زړه سیمه کې هغه مهال ونیول چې په یوه کور کې پر نڅا او د شرابو په څښلو بوخت وو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا «یوناما» ویلي، پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې د ښځو حقونه له پام لوېدلې دي. دغه بنسټ نن د «بشر حقونو نړیوالې ورځې» په مناسبت په یوې خبرپاڼه کې له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې د هر افغان له حقونو څخه ملاتړ وکړي.

اروپايي ټولنې ویلي، د دغې ټولنې ۱۵ غړو هېوادونو هوکړه کړې چې ۴۰۰۰۰ افغانان به په خپلو هېوادونو کې مني او د مېشتېدو اسانتیاوې به ورته برابروي. د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنرې یلوا یوهانسون پرون د اروپايي ټولنې هېوادونو د کورنیو چارو او عدلیې وزیرانو ترمنځ له ناستې وروسته دغه اعلان وکړ.

د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي په دغه ښار کې له بد امنیتي وضعیت څخه اندېښنه ښيي او وايي، سره له دې چې د اسلامي امارت امنیتي چارواکي په کابل ښار کې د امنیت د ټينګښت ډاډ ورکوي، خو دغه هڅې د پام وړ پایلې نه لري.

په هېواد کې د سیاسي تحولاتو وروسته وزګارتیا، ورځ تر بلې د لوږې زیاتوالی او په دې ورځو کې د خوراکي توکو د بیو لوړېدل، ښاریان اندېښمن کړي دي.

د کړکېچ نړیوالې ډلې په یوه خپور کړي رپوټ کې ویلي چې پر افغانستان د لګېدلو بندیزونو دوام به په دغه هېواد کې یو میلیون کسان د لوږې او سختې سړې هوا له امله مړه کړي. دغې ډلې په افغانستان کې اقتصادي ستونزو ته په پام له نړیوالو غوښتنه کړې چې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه دې لرې کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټوماس ویسټ ویلي، که څه هم په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه پوهېږئ، خو تر هغه یې چې شرایط نه وي منل شوي، اسلامي امارت به په رسمیت ونه پېژني. ویسټ ټینګار کړی چې اسلامي امارت باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي او امریکا هم باید په دې اړه ډاډ ترلاسه کړي.

له تېرو څو ورځو راهیسې په ټولنیزو شبکو کې داسې راپورونه لاس په لاس کېږي چې په هېواد کې د میوند خصوصي بانک سقوط کړی چې یادې چارې د ګڼشمېر هېوادوالو اندېښنې راپارولي دي. خو د اسلامي امارت او د افغانستان بانک چارواکي دا راپورونه ناسم بولي او وايي چې په هېواد ټول بانکونه فعال دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو له امله د دغه هېواد د اقتصادي نظام له پاشلکېدو څخه خبرداری ورکړی. د دغه بنسټ غړي فلیپو ګرانډي د جېنوا په یوې انلاین غوڼده کې ویلي چې په افغانستان کې د اقتصادي بېثباتۍ له امله ګڼشمېر افغانان کډوالۍ ته اړ شوي دي.

د بريټانیې د بهرنیو چارو وزارت یوه پخواني کارکوونکي د دغه هېواد پارلمان ته ویلي چې لندن په کابل کې خپل افغان همکاران طالبانو ته پرېښودل، خو پیشوګانې او سپیان یې را واېستل. هغه په دغه بهیر کې د بريټانیې لومړی وزیر بورېس جانسن پر مستقیمې لاسوهنې تورن کړی دی.

د بحران نړیوالې ډلې مسوولان وایي، په افغانستان کې د اسلامي امارت په مشري پر حکومت اقتصادي فشارونو د دغه حکومت تګلاره نه شي، بدلولی او ښه به وي چې په ازمایښتي توګه د کنګل شویو پیسو یوه برخه ازاده کړل شي. دې ډلې وړاندیز کړی چې امریکا باید په تدرجي توګه د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي.

د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین نوي ډيلي ته په خپل سفر کې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي او نورو هندي چارواکو سره کتلي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې کتنه کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې شوي او دواړو هېوادونو یې په اړه ګډه اعلامیه هم خپره کړې ده. په اعلامیه کې د ویلاديمیر پوتین له قوله لیکل شوي چې روسیه په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت ملاتړ کوي.

که څه هم د اسلامي امارت د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د یوه فرمان په ورکولو سره ویلي وو چې له هېواد بهر ته د زړو اوسپنو لېږد بندی شوی، خو د دې برخې کاروباریان او صنعتکاران لا هم پاکستان ته د اوسپنې د قاچاق په اړه اندېښنه څرګندوي. د اوسپنې یو کاروباري وايي، اوس هم د کندهار سپین بولدک له لارې زړې اوسپنې پاکستان ته قاچاقېږي.

د تخار لپاره د اسلامي امارت د اطلاعات او فرهنګ رییس انصارالله انصار ویلي چې د اسلامي امارت ځواکونو د دغه ولایت په رستاق ولسوالي کې د نوید په نوم د یوه کوچني ماشوم څخه د سر پرې کولو په تور یو کس نیولی دی.