
امریکا افغانستان کې د داعش د مشر پر سر لس میلیونه ډالر جایزه ټاکلې
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عدالت لپاره د جایزې پروګرام د داعش خراسان ډلې د مشر ثناالله غفاري پر سر لس میلیونه امریکايي ډالر جایزه ټاکلې ده. دغه بنسټ همداراز د کابل هوايي ډګر د برید عاملانو د پېژندنې لپاره هم لس میلیونه ډالر جایزه په پام کې نیولې ده.














