د افغانستان ملت ګوند منشي جعفر مهدوي نن دیوې خبرې ناستې پرمهال د اسلامي امارت په لیکو کې د خپلسرو کسانو د تېروتنو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل، دغه کسان د عمومي عفوې د امر خلاف عمل کوي او په یو شمېر ولایتونو کې خپلسري فعالیتونه کوي.

جعفر مهدوي وايي:  ” بې له شکه د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا د عمومي عفوې اعلان د اسلامي اصولو په توګه یو ښه او د خدای رضا لپاره کار دی او د عملي کولو لپاره به یې اغیزمنې هڅې وشي. خو له بده مرغه په ​​ځینو مواردو کې د امارت په لیکو کې خپلسرو کسانو سرغړونې کړي او داسې سرغړونې روانې دي چې اسلامي امارت یې باید مخه ونیسي.”

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې په هېواد کې د بشرې مرستو د وېش پرمهال د هرډول فساد مخه ونیسي.

ددې ترڅنګ ښاغلي مهدوي په ټولنه کې د ښځو د رول په اړه وویل، هغوی د ټولنې نیمه برخه جوړوي او باید په ټولنیزو او سیاسي او نورو بېلابېلو برخو کې ورته ونډه ورکړل شي.

د افغانستان ملت ګوند عمومي منشي له جګړې او وینې تویېدنې د خلکو ستړیا ته په اشارې وایي چې تردې وروسته د افغانستان خلک د هر ډول جنګي خوځښت په وړاندې چې د هرې لوري څخه وي درېږي.

وموغوښتل چې د مهدوي د څرګندونو په اړه د اسلامي امارت د چارواکو نظر هم واخلو خو د پرله پسې اړیکو سره سره هم بریالي نه شو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته سره له دې چې عمومي عفوه یې هم اعلان کړې خو د نورو نړیوالو ادارو ترڅنګ د بشرحقونو د څار بنسټونو په کراتو نیوکه کړې چې اسلامي امارت خلک وهلي، نیولي او ان په ځینو مواردو کې یې وژلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام