
د مخکیني حکومت د اجراییه ریاست د مرستیال کور کې نښتې دوه کسان وژلي
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د مخکیني حکومت د اجراییه ریاست مرستیال انجینیر محمدخان په کور کې دننه د وسلهوالې نښتې له امله دوه کسان وژل شوي دي.

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د مخکیني حکومت د اجراییه ریاست مرستیال انجینیر محمدخان په کور کې دننه د وسلهوالې نښتې له امله دوه کسان وژل شوي دي.

د امریکا او کاناډا د بهرنیو چارو وزارتونو اوکراین کې شته ګواښونو ته په پام له خپلو وګړو غوښتي چې ژر تر ژره دې له دغه هېواد څخه ووځي.

د بشري حقونو څار بنسټ د امریکا د ولسمشر جو بایډن پر هغه فرمان نیوکه کړې چې له مخې یې د افغانستان بانک ۳.۵ میلیارده ډالر د سپټمبر یوولسمې د قربانیانو کورنیو ته ورکول کېږي. دغه بنسټ ویلي چې د امریکا ولسمشر غواړي د افغانستان پر کنګل شوې شتمنۍ ولکه خپله کړي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو استازولي یا یوناما د هغو دوو خبریالانو له خوشې کېدو هرکلی کړی چې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ سره یې کار کاوه او د اسلامي امارت له لوري نیول شوي وو. یوناما ټینګار کړی، هغه وخت رارسېدلی چې خپلسره نیونو پای ته ورسېږي او هغه کسان چې بې ګناه بندیان شوي ازاد دې شي.

د جېنوا کال بنسټ چې د سویس په پلازمېنې جېنوا کې د یوې اوونۍ لپاره د اسلامي امارت د ورغلي پلاوي کوربه و، اعلان کړی چې له دغو خبرو وروسته یوه «بشردوستانه اعلامیه» تصویب شوې ده.

په غزني کې سرچینې وايي چې د غزني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رییس سیداصف هاشمي چې څلور میاشتې مخکې په غزني ښار کې د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوی و، نن سهار يې مړى موندل شوى او ماښام هم خاورو ته سپارل شوى دى.

د افغان ښځينه فعالانو د نیونې په اړه د پراخو نړیوالو غبرګونونو پر دوام، په تازهګۍ سره د بشري حقونو څار بنسټ ترڅنګ د بښنې نړیوال سازمان او نورو بنسټونو په یوې ګډه خبرپاڼه کې د افغان معترضو ښځو د هر څه ژر خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

یوشمېر هېوادوال شکایت کوي چې شاوخوا درې میاشتې مخکې یې د پاکستان ویزو د ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي وو، خو دغه سفارت تراوسه هېڅ ځواب نه دی ورکړی او په میاشتو میاشتو د سفارت ځواب ته په تمه وي.یوشمېر هېوادوال شکایت کوي چې شاوخوا درې میاشتې مخکې یې د پاکستان ویزو د ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي وو، خو دغه سفارت تراوسه هېڅ ځواب نه دی ورکړی او په میاشتو میاشتو د سفارت ځواب ته په تمه وي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له یوې رسنۍ سره د مرکې په ترڅ کې ویلي، مسکو کې د افغان سفارت لپاره د اسلامي امارت له لوري د ډيپلوماټانو د ورپېژندنې غوښتنه مني. نوموړي همداراز زیاته کړې، د اسلامي امارت د ډيپلوماټانو راتلل، د افغانستان د کورنیو چارواکو او سفارتخونو خپله پرېکړه ده او روسیه په دې بهیر کې ځان نه ښکېلوي.

افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما ویلي، د ملګروملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ته «د نادرکه شویو ښځینه افغان فعالانو برخلیک» په تړاو د نړیوالو غوسې په اړه ویلي.
یوناما ویلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دیبرا لاینز ته د دغې مسلې د حل لپاره د هڅو ډاډ ورکړی دی.

وروسته له هغې چې روانه اوونۍ کابل کې ۳ صرافان برمته شول، په غبرګون کې یې پرون د هېواد په کچه د پیسو د راکړې ورکړې تر ټولو ستر مرکز شهزاده سرای د یوې ورځې لپاره تړل شوی و.

د کابل د امنیه قومنداني ویاند خالد ځدراڼ وايي چې د پلازمېنې کابل د اوومې امنیتي حوزې اړوند «جای رییس» سیمه کې یې یو کس د یوې ښځې او د هغې د دوو لورګانو د وژنې په تور نیولی دی.

د اسلامي امارت یو پلاوی جېنوا کې د یوه نادولتي سازمان په ناسته کې د ګډون په موخه سویس ته تللی دی. ټاکل شوې چې یاده ناسته راتلونکې دوشنبې د بندو دروازو ترشاه پیل او تر جمعې ورځې دوام وکړي. یاد پلاوی به د یوې اوونۍ په ترڅ کې له نادولتي او مرستندویه سازمانونو، د سویس او د اروپايي هېوادونو له یوشمېر چارواکو سره لیده کاته ولري.

د نړیوالو چارو یوشمېر کارپوهان وايي چې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنې ته نړیواله ټولنه لېوالتیا لري او په دې اړه یې ځینو برخو کې نرمښت هم ښودلی، خو په وینا یې، د نړیوالو له لوري د رسمیت پېژندنې شرایط لا پر ځای دي. د دوی په وینا، د نجونو او مېرمنو د حقونو په اړه څه نا څه پرمختګ شوی او ښايي اسلامي امارت به په رسمیت وپېژندل شي.

ټاکل شوې د افغانستان په اړه د دغه هېواد د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو درېیمه ناسته د روان میلادي کال د مارچ میاشتې په وروستیو اوونیو کې د چین په پلازمېنه پکن کې جوړه شي.

د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین ذبیحالله مجاهد نن کابل کې د یوې غونډې پرمهال وویل چې له دې وروسته به له کوم خنډ او ځنډ پرته ټولو دولتي کارکوونکو ته هره میاشت پر خپل وخت معاشونه ورکول کېږي.