یو‌شمېر هېوادوال شکایت کوي چې شاوخوا درې میاشتې مخکې یې د پاکستان ویزو د ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي وو، خو دغه سفارت تراوسه هېڅ ځواب نه دی ورکړی او په میاشتو میاشتو د سفارت ځواب ته په تمه وي.

دوی کابل کې د پاکستان سفارت تورنوي چې خلک یې په خپله ولکه کې نیولي دي. هغوی وایي چې د واسطې او پېژندګلوۍ د نه لرلو له امله سفارت دوی ته ویزې نه ورکوي. دوی وایي که څه هم ځو ځلې یې پیسې ورکړي خو دغه سفارت دوی ته ځواب نه دی ورکړی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

یو تن هېوادوال حبیب وایي: «څلور میاشتې وړاندې مې د ویزې لپاره نوم لیکنه کړې خو تراوسه په تمه یم، نه ویزې ورکوي او نه یې ردوي، پیسې اخلي خو ویزې نه ورکوي. خلک ناروغ لري سل نورې ستونزې دي. »

په کابل کې د سیاحتي شرکتونو یوشمېر مالکان تاییدوي چې د عادي ویزو ترلاسه کولو لپاره درې میاشتې وړاندې نوم لیکنه شوې چې لا هم د پاکستان سفارت له لوري یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د دې شرکتونو مالکان وایي چې په تور بازارونو  کې د پاکستان د ویزو بازار په بې‌مخینې توګه تود شوی. د هغوی په وینا، روغتیايي ویزه ۶۰۰ ډالر، سوداګریزې ویزې۳۵۰ ډالر او ملټي‌پل او کورنۍ ویزې په ۴۵۰ ډالرو پلورل کېږي، په داسې حال کې چې د پاکستان د ویزې اصلي بیه ۸ ډالره وه.

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وایي چې تراوسه یې د هېواد‌والو له لوري په دې اړه، کوم رسمي شکایت نه دی ترلاسه کړی.

وموغوښتل چې په دې اړه په کابل کې د پاکستان سفارت د مسوولانو نظر هم واخلو، خو له دوو ورځو پرله پسې اړیکو سره سره هم دغه سفار ځواب رانکړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پر افغانستان د اسلامي امارت په واکمنېدو سره کابل کې د ګڼ‌شمېر هېوادونو سفارت‌خونې وتړل شوې او یا هم نورو هېوادونو ته ولېږدول شوې. د سفارت‌خونو په تړل کېدو سره ګاونډیو هېوادونو ته د ویزو غوښتن‌لیکونه هم زیات شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام