چاڼیزو عملیاتو ته د اروپايي ټولنې د سفیر غبرګون؛ «د پوتین جګړې سربېره، تاسو هم څارو»

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر وان برانټ د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري کور په کور د پلټنې عملیاتو په غبرګون کې ویلي چې دغه بهیر دې ژر تر ژره ودرول شي. برانټ پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي: «وېره، د کور پلټنه او د نورو قومونو او ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی جنایت دی او باید ژر تر ژره ودرول شي.»

شنونکي: د اوکراین او روسیې جګړه به له افغانستانه د نړیوالو پام واړوي

د چارو یوشمېر شنونکي وايي، د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه به د دې لامل شي چې نړیوال افغانستان له پامه وغورځوي او خپل ټول تمرکز د اوکراین پر کړکېچ ورټول کړي. د دوی په وینا، اروپایي هېوادونو کې هم ځینې کسان د اوکراین او یو‌شمېر هم د روسیې پلوي دي چې په دې سره ښايي افغانستان ته د نړیوالې ټولنې پام کم شي.

د اوکراین په تړاو پر لوېدیځ اټومي برید ته د پوتین اشاره؛ ایا دا یو جدی ګواښ دی؟

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ضمني توګه خبرداری ورکړی هر هېواد چې اوکراین کې پوځي لاسوهنه وکړي، هغه به د اټومي برید اقدام وکړي. اوس پوښتنه دا ده چې لوېدیځ هېوادونه څومره باید دغه خبرداری جدي ونیسي؟ داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالتونو په شمول د ناټو اېتلاف ډاډ ورکوي چې هغوی به اوکراین کې نظامي ګډون ونه لري.

کابل کې د اسلامي امارت چاڼیز عملیات او د خلکو شکایت

له وړمې ورځې راهیسي د هېواد د پلازمینې کابل ځینې برخې پوځي څېره خپله کړې او د اسلامي امارت سرتېرو کور په کور تلاشي پیل کړې ده. خو د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا د خپلو کورونو له پلټنو څخه شکایت کړی.

امریکا افغانستان کې د سوداګریزو فعالیتونو د اسانتیا لپاره نوی جواز صادر کړ

د امریکا د مالیې وزارت پرون افغانستان کې سوداګریزو او مالي معاملو ته د پراختیا ورکولو په موخه، نوی جواز صادر کړی دی.
دې وزارت یوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه جواز په دې موخه صادر شوی چې پر اسلامي امارت د امریکا بندیزونه د هغو معاملو او فعالیتونه مخه ونه نیسي چې افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره ورته اړتیا ده.

ناټو: روسیه دې پر اوکراین پوځي یرغل پای ته ورسوي

د شمالي اټلانټیک تړون سازمان یا ناټو د غړیو هېوادونو مشرانو په یوې خپره کړې ویناپاڼه کې د روسیې له لوري پر اوکراین پوځي یرغل غندلی دی. د ناټو تړون د غړیو هېوادونو مشرانو له روسیې غوښتنه کړې چې پر اوکراین روان پوځي برید دې پای ته ورسوي او خپل ټول پوځیان دې له دغه هېواد څخه وباسي.

اسلامي امارت په کابل او شاوخوا ولايتونو کې چاڼيز عمليات پيل کړي  

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد یوه اعلامیه کې ویلي، د دفاع وزارت د مرستیال ملا محمدفاضل په مشرۍ یې د کورنیو چارو او دفاع وزارتو او د استخباراتو ریاست ځواکونو د کابل او څو نورو نیږدې ولایتونو په ځينو سیمو کې پراخ چاڼیز عملیات پيل کړي دي.

د اوکراين په اړه د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه؛ ښکېل لوري دې له زغم نه کار واخلي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې ویلي چې اوکراین کې وضعیت له نیږدې څاري او احتمالآ جګړه کې د تلفاتو رامنځ ته کېدو ته اندېښمن دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (جمعه د کب په شپږمه) یوه خبرپاڼه کې د جګړې له ښکېلو خواوو د زغم غوښتنه کړې ده.

ناپېژنده وسله‌والو کندوز کې څلور واکسیناتوران وژلي

د کندوز د امنیې قومندانۍ ویاند قاري عبیدالله عابدي سلام‌وطندار ته وویل چې ناپېژنده وسله‌والو دغه څلور واکسیناتوران نن پنجشنبه کندوز ښار کې وژلي دي.
هغه وايي چې دوه واکسناتوران د کندوز ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د «اوزلوبې میدان سړک» کې او دوه نور هم د «سه‌درک» اړوند د «سیاف‌ نمرې» سیمه کې کې وژل شوي دي.

د اوکراین بهرنیو چارو وزیر: روسیې پر اوکراین بریدونه پیل کړي  

د اوکراین بهرنیو چارو وزیر دیمتري کولبا پر دغه هېواد د روسیې د برید خبر ورکړی. هغه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین پر وړاندې بریدونه پیل کړي دي.
د اوکراین بهرنیو چارو وزیر په وینا، «دا یرغلګر بریدونه دي؛ خو اوکراین به له ځانه دفاع وکړي.» هغه له نړیوالو غوښتي چې د روسیې مخه ونیسي.