سپینه ماڼۍ: روسیه ښايي په اوکراین کې کیمیاوي وسلې وکاروي

د امریکا سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړی چې روسیه ښايي پر اوکراین د کیمیاوي وسلو د کارونې پر پلان بوخته وي. د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي پر خپل ټویټرپاڼه د روسیې له لوري هغه ادعاوې ناسمې بللي چې ګواکې امریکا په اوکراین کې د کیمیاوي وسلو ازمایښت ځایونه جوړوي.

د اماراتو او سعودي مشرانو له بایډن سره د ټيلیفوني خبرو غوښتنه رد کړې

دې وروستیو اونیو د سعودي عربستان او د متحده عرب اماراتو مشرانو د امریکا ولسمشر جو بایډن سره له اړیکې ډډه کړې؛ ځکه متحده ایالت او متحدین یې غواړي پر اوکراین د روسیې یرغل په دلیل د انرژۍ د بیې لوړېدو مخه ونیسي. د اوپک + سازمان چې روسیه هم په کې شاملیږي، د لوېدیځو له غوښتنې سربېره د نفتي محصولاتو د بیې لوړېدل رد کړ.

د خوندیتوب کمېټه: افغانستان کې د ښځینه خبریالانو وضعیت د اندېښنې وړ دی

د خبریالانو خوندیتوب کمېټې نن د مارچ اتمې یا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، په وروستیو څو میاشتو کې په هېواد کې د ښځینه خبریالان وضعیت د اندېښنې وړ دی. د دغه بنسټ په وینا، تراوسه د هېواد په ګڼ‌شمېر ولایتونو کې ښځو د دې اجازه نه ده ترلاسه کړې، څو په رسنیو کې کار او شمېر یې کم شوی دی.

غور کې دوه کسان د خوب پرمهال وژل شوي

د غور امنیتي مسوولان وايي، دغه ولایت کې دوه کسان په مرموز ډول وژل شوي. د چارواکو په وینا، پېښه د غور د پسابند ولسوالي «شغزک» سیمه کې شوې ده.
ویل شوي چې وژل شویو کې یو سړی او د هغه لمسی شامل دی. د غور د امنیې قومنداني ویاند عبدالرحمان بدري سلام‌وطندار ته وايي، دغه دوه کسان تېره شپه د خپل خوب په بستره کې وژل شوي دي.

افغانستان د ترهګرۍ نړیوال جدول کې لومړى ځاى خپل کړى

د اقتصاد او سولې موسسې د “ترهګرۍ د نړیوال جدول” په اړه ریپوټ خپور کړی، په دغه ریپوټ کې افغانستان یو ځل بیا د هغو هېوادونو په سر کې راغلی چې له ترهګرۍ څخه سخت زیانمن دی. دا دریم پرله پسې کال دی چې افغانستان ددغه بنسټ په ریپوټ کې د جدول په لومړي سر کې راځي.

اسلامي امارت ته د ۱۵کسیز نوملړ ورسپارل؛ د اروپایي ټولنې استازي رد کړ

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن یوې بهرنۍ رسنۍ سره مرکه کې ویلي، د اسلامي امارت د کورني مشروعیت او د ستونزو د حل یوازینۍ لار، د ټول‌ګډونه حکومت جوړول دي. هغه دغه مرکه کې رد کړه چې نړیوالې ټولنې حکومت کې د ګډون لپاره اسلامي امارت ته د مخکیني حکومت د چارواکو ۱۵کسیز نوملړ نه دی ورکړی.

هلمند کې د کوکنارو کرکېله زياته شوې

هلمند د هېواد سوېلي زون کې یو له هغو ولایتونو دی چې د کرنیزو او خوړوبو ځمکو لویه برخه تشکیلوي او تېرو دوو لسیزو کې دا لومړی ځل دی چې کروندګرو سږکال دغه ولایت کې په پراخه کچه د کوکنارو کرکېلې ته مخه کړې. دوی وايي، که دولت یې د کیمیاوي کودونو، اصلاح شویو تخمونو په برخه کې لاسنیوی وکړي، د کوکنارو بدیل کښتونه به وکري.

ناپېژنده وسله‌والو هرات کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي

د هرات امنیتي چارواکي وایي چې دا پېښه پرون شپه د هرات د انجیل ولسوالي په خواجه سرمه کلي کې رامنځته شوې ده. د هرات د امنیه قومنداني ویاند محمود رسولي سلام وطندار ته وویل چې د یوې کورنۍ پنځه غړي چې په کې یو سپین ږیری، یوه ښځه او درې ماشومان شامل دي، په مرموز ډول د وسله‌والو له خوا وژل شوي دي.

سراج‌الدین حقاني: د کورونو د پلټنې پرمهال دې خلک ونه ځورول شي

وروسته له هغې چې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د کور په کور پلټنې له بهیر څخه شکایتونه وشول، اوس د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویلي چې د کورونو د تلاشۍ پرمهال باید څوک ونه‌ ځورول شي.

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي دغه څرګندونې نن په کابل کې د پولیسو اکاډمۍ څخه د سلګونه افسرانو د فراغت‌غونډې پرمهال وکړې.