د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن پرون له خپل ازبکستاني سیال عبدالعزیز کاملوف سره په واشنګټن کې لیدلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او اوکراین په اړه خبرې کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې راغلي چې بلنکېن کاملوف ته ویلي، امریکا هېڅکله دې ته اجازه نه ورکوي چې افغانستان یوځل بیا د ترهګرو پر پټن‌ځای بدل شي او دا خاوره د ترهګریزو موخه لپاره وکارول شي.

نوموړي همداراز پر اوکراین د روسیې برید له وړاندې پلان شوی او نا موجه یاد کړی او زیاته یې کړه چې د روسیې دا کړنه په ښکاره له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه او پر قانون ولاړ د یوه نظم او پر پراخ ملاتړ یې ټينګار وکړ.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر په دې لیدنه کې له افغانستان او اوکراین سره د ازبکستان له مرستو مننه او ستاینه وکړه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام