
فارياب کې يوه کس د يوه نظامي په ګډون، پنځه تنه وژلي
فاریاب کې سیمهییزو سرچینو سلاموطندار ته وویل چې د دغه ولایت د قیصار ولسوالي د یکهباغ په کلي کې یوه کس د کلاشینکوف پهوسیله د اسلامي امارت د یوه سرتېري په ګډون پنځه کسان یې وژلي دي.

فاریاب کې سیمهییزو سرچینو سلاموطندار ته وویل چې د دغه ولایت د قیصار ولسوالي د یکهباغ په کلي کې یوه کس د کلاشینکوف پهوسیله د اسلامي امارت د یوه سرتېري په ګډون پنځه کسان یې وژلي دي.

په غزني کې محلي سرچینې سلاموطندار ته وايي چې د بریالي په نوم دغه ځوان چې تازه یې واده کړی و، د تېرې اوونۍ د پنجشنبې پر ورځ له غرمې وروسته د غزني ښار له «علي لالا» سیمې څخه لا درکه شوی و.

امنیتي چارواکي وايي چې د کندهار ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند ځواکونو په دغه ولایت کې د یوه ماشوم د وژنې په تور څلور کسان نیولي دي. د کندهار د امنیې قومندان ویاند محمداصف حکیمي سلاموطندار ته وايي چې نیولو شویو کسانو دوه ورځې وړاندې دغه ماشوم د پنجوايي ولسوالي په «دوراهي سیاه» سیمه کې په خپل کې وژلی وو.

د ننګرهار سیمهییزې سرچینې سلام وطندار ته وایي چې د دغه ولایت په هسکې مېنې ولسوالي کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او مور یې ټپي شوې ده.

په کندهار ولایت کې يوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې واخیستل شي، سلاموطندار ته وايي چې د کندهار ښار د اوومې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د يوه وژل شوي کس جسد موندلی شوی دی.

نن د اپریل څلورمه د مایونونو د خطرونو په اړه د پوهاوۍ نړیواله ورځ ده. دغه ورځ په کابل کې د ماین پاکۍ د چارو د معینیت له خوا ولمانځل شو. په هېواد کې د ماین پاکیو موسسو مسوولان وايي، افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د ځمکنیو ماینونو له امله تر ټولو زیات مرګ ژوبله لري چې هره میاشت شاوخوا ۱۵۰ کسان د ماینونو ښکار کېږي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له پیله تراوسه، په افغانستان کې له جګړې څخه د پاتې ناچادو توکو او ماینونو د چادنې له امله څه باندې ۲۰۰ کسان وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي. دې کمېټې په یوه ټویټ کې لیکلي څه باندې ۲۰۰ کسان چې نیمايي یې ماشومان دي، د ناچادو توکو او ماینونو د چاودنې له امله مرګژوبله وراوښتې.

په ننګرهار کې د اسلامي امارت ځايي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د امنیت ټينګښټ په موخه له تېرو دوو ورځو راهیسې د کورونو د پلټنې عملیات پیل کړي دي.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب محمدعارف جلالي سلاموطندار ته وویل، په دې پېښه کې څلور تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي چې روغتون ته لېږدول شوي دي. په همدې حال کې باختر خبري اژانس اعلان کړی چې د هرات په نهمه ناحیه کې د چاودنې له امله ۵ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان شمالي پولو ته څېرمه د اسلامي دولت ډلې (داعش) د واحدونو د تمرکز په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د اسلامي امارت استخباراتو نن سهار په کندهار ولایت کې د سلاموطندار همکارې څانګې راډیو ته ورغلي او د يادې راډیو مسوول يې نیولی دی.

د اسلامي امارت استخباراتو په کندهار ولایت کې د «ملت غږ» په نوم راډیو باندې چاپه وهلې او د یادې راډیو درې کارکوونکي یې له ځان سره بیولي دي.

د سلاموطندار خبریال سرور هاشمي چې نن کابل ښار کې د پوهنې وزارت مخته د ښځو د یوه اعتراض د خبري پوښښ لپاره ورغلي و، د اسلامي امارت د استخباراتو له لوري نیول شوی و چې له شپږ ساعت بند وروسته یې بېرته خوشې کړی دی. سرور هاشمي وايي چې په پوهنې وزارت کې شپږ ساعته تر پوښتنو او ګروېګنو لاندې و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن اسلاماباد کې د اسلامي همکاریو سازمان په ناسته کې وویل چې سولهییز، ارام او با ثباته افغانستان د ټولو په ګته دی.

د جمهوري نظام له سقوط څخه د اسلامي امارت تر واکمنۍ پورې، د هېواد د شل کلن پوځ له سقوط څخه نیولې، د سیلاب د څپو په شان نورو هېوادونو ته د افغانانو تر کډواله کېدو پورې، دا ټول د ۱۴۰۰ کال له بدلونونو څخه وو، هغه کال چې د نوې پیړۍ پیل هم وه.

د امريکا ولسمشر جوبايډن د جمعې په ورځ د چين ولسمشر شي جينپينګ ته خبرداری ورکړ چې که بيجينګ په مادي توګه پر اوکراين د روسيې د يرغل ملاتړ وکړي، له بندیزونو سره به یې مخ شي. دا په داسې حال کې ده چې دواړو لورو د ډیپلوماسۍ له لارې د دغه ناورین پر حل ټینګار کړی دی.