افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د نښه کولو په اړه د امریکا خبرداری

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک ميلي پرون د دغه هېواد د استازیو جرګې غونډې ته د خبرو پر مهال په افغانستان کې د ترهګرۍ منسجم کېدو څخه اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړي ویلي چې افغانستان تر خپل څار لاندې لري او که چېرته له دغه هېواد څخه د امریکا پر ضد د ګواښ احساس وکړي، د شنډولو لپاره یې د بریدونو بشپړه وړتیا لري.

شنونکي: امریکا او ملګري یې افغانستان کې د روان وضعیت مسوول دي

د امریکا جګپوړو استخباراتي چارواکو پرون د دغه هېواد د سنا جرګې د وسله‌والو خدمتونو د کمېتې غونډې ته د افغانستان او اوکراین د حکومتونو د دوام په اړه خپل ناسم قضاوت تایید کړی دی.

دوی ویلي، باور یې درلود چې د امریکا ملاتړ څخه برخمن افغان حکومت کولای شي، د میاشتو لپاره د اسلامي امارت پر وړاندې مقاومت وکړي.

د حقاني او نېکلسون لیدنه؛ نړۍ دې افغانستان کې د هېڅ وسله‌والې ډلې ملاتړ نه کوي

د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نېکلسون سره په لیدنه کې پر مهمو امنیتي مسایلو خبرې کړې دي. دغه لیدنه پرون سې‌شنبه په کابل کې ترسره شوې ده.

 پر سيدالشهدا ښوونځي د بريد کليزه؛ قربانيان يې لا هم ځورېږي

یو کال وړاندې په همدې ورځ د غويي په اتلسمه د کابل لوېدیځ کې د سیدالشهدا د نجونو پر ښوونځي درې پرله‌پسې خونړي بریدونه وشول چې ګن‌شمېر زده‌کوونکو ته یې مرګ‌‌ژوبله واړوله هاو د یو کال په تېرېدو سره د دغه خونړي برید اغېز اوس هم تر سترګو کېږي.

هلمند کې د شخصي شخړو له امله دوه کسان وژل شوي او اووه ټپیان دي

په هلمند کې مسوولان وايي، د دغه ولایت په مارجې، نادعلي او باباجي ولسوالیو کې د ولسي شخړو له امله دوه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي. د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي، د دغه ولایت د ناوې ولسوالي په ناکیلو سیمه کې د دوو ورونو ترمنځ د شخړې له امله یو کس ټپي شوی و چې وروسته یې بیا په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ خبرې؛ شنونکي: امریکا غواړي یوځل بیا افغانستان ته راشي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له خپل پاکستاني سیال بوتو زرداري سره ټیلیفوني خبرې کړي دي. دواړو خواوو له افغانستان سره پر خپلو ژمنو او په دغه هېواد کې د ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې کړې دي.

ناپېژنده وسله‌والو د بغلان امنیې قومنداني د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر وژلی

بغلان ولایت کې محلي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې ناپېژنده وسله‌والو د دغه ولایت د امنیې قومنداني د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر، لومړی له کور څخه راوېستلی او وروسته یې وژلی دی.

د سرچینې په وینا، دغه پېښه پرون د دغه ولایت اړوند په تاله‌ او برفک ولسوالي کې رامنخته شوې ده.

د ژورنالیستانو فدراسیون: اتو میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۵۰ پېښې ثبت شوي

د ژورنالیستانو د فدراسیون او د افغانستان رسنیز  بنسټونه نن د مطبوعاتو د ازادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت د يوې اعلاميې په خپرولو سره د کاري خونديتوب د نشتون او د افغان خبريالانو په  وړاندې د تاوتريخوالي د زياتواتېدو  په  اړه اندېښنه څرګنده کړې.

د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ؛ مجاهد: د هېواد رسنۍ په ازاده توګه فعالیت کوي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپل ټویټرپاڼه د هېواد  ټولو  رسنیو ته د دې ورځې مبارکي ویلې ده. مجاهد لیکلي چې د هېواد رسنۍ د قوانینو په چوکاټ کې په ازاده توګه فعالیت لري او اسلامي امارت یې ملاتړ کوي.

امریکا داعش څخه په استفادې د افغانستان د ناامنه کولو په لټه کې ده

افغانستان کې د وروستیو خونړیو بریدونو ته په پام، د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف وايي چې امریکا داعش څخه په استفادې، افغانستان کې وروستیو ترهګریزو بریدونو کې لاس لري. محمدباقر قالیباف ویلي چې اسلامي امارت هم افغانستان کې د امنیت ټینګښت په برخه کې پاتې راغلی دی.