افغانستان کې د لوږې له امله د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال خبرداری
د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس په افغانستان کې د سختې لوږې له امله خبرداری ورکړی دی.
د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس په افغانستان کې د سختې لوږې له امله خبرداری ورکړی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق د کابل په لوېدیځ کې د لوږې له امله د یوې کورنۍ د ۸ ماشومانو مړینه رد کړې او هغه یې د نظام پر وړاندې «پروپاګند» بللی دی. وثیق ویلي، د دشت برچي اړوند «اتفاق ښارګوټي» ټولې هغه سیمې یې لټولي چې ویل کېده په دغه سیمه کې د لوږې له امله اته ماشومان مړه شوي، خو چا په دې اړه معلومات نه دي ورکړي.
د زمري په ۲۴مه د مخکیني ولسمشر محمداشرف غني د حکومت له پرځولو او د هغه له تېښتې وروسته، د اسلامي امارت ځواکونه کابل ته دننه شول او په بشپړه توګه یې افغانستان تر خپلې ولکې لاندې کړ. اوس چې د محمداشرف غني له تېښتې نږدې دوه میاشتې تېريږي، یوشمېر هېوادوال لا هم نوموړی د «بابا» په نوم یادوي.
امریکا له افغانستان سره خپلې نوې بشري مرستې اعلان کړې. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې له ناورین ځپلو سره د مرستې لپاره یې ۱۴۴ میلیونه ډالره نوې بشري مرستې ځانګړې کړي دي. د دغه وزارت په خبره، له نویو اعلان شویو مرستو سره په افغانستان او سیمه کې له افغان کډوالو سره په روان کال کې د امریکا د بشري مرستو کچه ۴۷۴ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
رویټرز خبري اژانس د تاجکستان د پارلمان له قوله نن رپوټ ورکړی چې ټاکل شوې د چین حکومت له افغانستان سره پولې ته څېرمه د دغه هېواد د پولیسو ځانګړو ځواکونو د یوې اډې د جوړولو لګښت ورکړي.
د اسلامي امارت له راتګ څه باندې دوه میاشتې تېریږي او د نورو ولایتونو ترڅنګ بلخ کې هم د سوند توکو بیې دوه برابره شوي چې د دغه ولایت اوسېدونکي یې اندېښمن کړي دي.
د ایران په پلازمینې تهران کې د افغانستان د ګاوڼدیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غوڼده چې په حضوري او انلاین بڼې جوړه شوې وه، پکې ګډون کوونکو هېوادونو د اسلامي امارت د استازي په نهشتون کې پرېکړه کړې چې په افغانستان کې دې ټولګډونه حکومت جوړ شي. خو یوشمېر شنونکي بیا دغه ناسته د ګډونکوونکو هېوادونه په ګټه بولي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزرت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې د پرځول شوي ولسمشر محمداشرف غني پر واک د پاتې کېدو بېځایه ټينګار د دې لامل شو چې طالبان پر افغانستان واکمن شي. خلیلزاد دغه .څرګندونې پرون د «نړیوالې سولې لپاره د کارنګي بنسټ» په څېړنیز مرکز کې د یوې انلاین غونډه پر مهال وکړې
د رویټرز خبري اژانس د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي، په افغانستان کې د بېوزلۍ او لوږې له زیاتوالي اندېښنه ښودلې او له نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق څخه یې غوښتنه کړې چې دغه هېواد سره مالي مرستې وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې یونان ته د خپل سفر پر مهال کړي دي.
د افغانستان د ژورنالېسټانو ملي اتحادیې د رسنیو مسوول مسرور لطفي نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، سره له دې چې د اسلامي امارت مسوولانو ته یې د لیدنو پر مهال د خبریالانو د ساتنې میکانیزم د جوړېدو وړاندیز کړی، خو تر اوسه دغه کار نه دی شوی.
د نوموړي په وینا، بیا هم هڅه کوي چې د خبریالانو او رسنیو د ساتنې او خوندیتوب په برخه کې اسلامي امارت ته د لازمو ګامونو د اوچتولو قناعت ورکړي.
پروان کې ۱۰۰بستریز روغتون یوازینی ولایتي روغتون دی چې سل بستره لري او د اسلامي امارت تر راتګ وړاندې به پکې هره میاشت ۱۱۰۰ ناروغان بسترېدل او تر ۱۰۰ ډېر د عملیاتو چارې به پکې ترسره کېدې چې اوس یې فعالیتونه ۸۵ سلنه راکم شوې دي.
د افغانستان د ګاونډویو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته نن د ایران په پلازمېنې تهران کې جوړېږي. ټاکل شوې چې د ایران ولسمشر سیدابراهیم ریسي د دغې ناستې پرانیسته وکړي او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتیو ګوتریش به هم د دغې ناستې په تړاو خپل پیغام ورکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتیو ګوتریش په خپل ټویټرپاڼه په راتلونکي ژمي کې په افغانستان کې د یوه انساني ناورین له پېښېدو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دغه هېواد د نړۍ په کچه د یوه ستر انساني ناورین په درشل کې دی.
د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې عمران خان پرون د سعودي عربستان په پلازمېنې ریاض کې په اقلیمي چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي جان کیري سره په لیدنه کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادیدو غوښتنه کړې.
تېره يوه اوونۍ کې پر پکتيا سربېره خوست او پکتيکا ولایتونو کې د مخکیني حکومت يوشمېر دولتي کارکوونکي د ناپېژنده وسلهوالو له لوري وژل شوي. پکتيا کې د پخواني حکومت د لومړۍ حوزې آمر عزت الله ارين، پکتيکا کې د اردو سرتېری شميم، خوست کې د سرحدي ځواکونو افسر احسانالدين او شاعر هيلهمند ژوندی، په تېره اوونۍ کې وژل شوي دي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له هغه پرېکړې هرکلی کوي چې پر بنسټ به یې د دغه هېواد د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو نوم ووېستل شي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون