Asset 1SWN

د ژورنالیستانو فدراسیون: اتو میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۵۰ پېښې ثبت شوي

د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون نن د مطبوعاتو د ازادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت د يوې اعلاميې په خپرولو سره د کاري خونديتوب د نشتون او د افغان خبريالانو په  وړاندې د تاوتريخوالي د زياتواتېدو  په  اړه اندېښنه څرګنده کړې.

دغه بنسټ ویلي، د مې درېیمه، د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ داسې مهال راځي چې سیاسي جوړښتونه زیاند لېدلي او د کاري خوندیتوب نشتون او له خبریالانو سره د ورځ تر بلې تاوتریخوالو زیاتېدل د افغانستان د رسنیزې ټولنې د اندېښنې سبب شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو اتو میاشتو کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالو ۱۵۰ قضیې ثبت شوي او په تېر یو کال کې له ۳۰۰ زیاتې رسنۍ تړل شوي چې دا د افغانستان د مطبوعاتو په تاریخ کې تر ټولو لوړ شمېر ښیي.

دغه فدراسیون له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د افغانستان د خبریالانو د ټولنې او مطبوعاتو څخه د ملاتړ لپاره دې د حقوقي جوړښتونو په بیارغاونه کې ګټور ګامونه پورته کړي او د رسنیو ټولنې اندېښنو ته دې د پای ټکی کېږدي.

د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ داسې مهال لمانځل کېږي چې شاوخوا نه میاشتې کېږي چې د افغانستان رسنۍ له سختو محدیتونو سره مخ دي. دغه‌راز، ډېری رسنۍ تړل شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بښنې نړیوال سازمان نن په خپل ټویټر کې لیکلي چې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې ازادې رسنۍ د سقوط په حال کې دي.

دغه سازمان ویلي، چې د اسلامي امارت د واکمنۍ له پیل راهیسې ۶۴۰۰ خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. په ورته وخت کې ۲۳۱ رسنۍ تړل شوي او ډېری یې له امنیتي ګواښونو او مالي ستونزو سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام