
د تاجکستان ولسمشر: افغانستان کې وضعیت د ترینګلتیا لور ته روان دی
د مرکزي اسیا هېوادونو د ولسمشرانو په څلورمه مشورتي ناسته کې چې دوه ورځې وړاندې په قرغیزستان کې جوړه شوې وه، د ناستې ګډونوالو افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د مرکزي اسیا هېوادونو د ولسمشرانو په څلورمه مشورتي ناسته کې چې دوه ورځې وړاندې په قرغیزستان کې جوړه شوې وه، د ناستې ګډونوالو افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د پروان د امنیې قومنداني ویاند محمدکامران حبیبي د یاد خبر د تایید ترڅنګ سلاموطندار ته ویلي چې پرون د چاریکار ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د ا.ا ځواکونو یو شکمن ځوان چې د ښځو لباس یې اغوستی و، په یوه چکپواینټ کې نیولی دی.

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د راکېټ ناچاودې سرګلولې د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي. د یاد ولایت محلي مسوولان وايي چې دغه پېښه پرون له غرمې مخکې د لښګرګاه ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

د پروان محلي مسوولان تاییدوي چې دغه ولایت کې یوه کس خپله څلور کلنه لور وژلې ده.

د اسلامي امارت سرپرست حکومت د بشرحقونو په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولي یو یوناما کلنی راپور بېبنسټه بللی دی. د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد د بشر حقونو په اړه د یوناما کلني راپور ته په غبرګون کې ویلي: «افغانستان کې د بشرحقونو په اړه د یوناما راپور حقیقت نهلري.»

د فاریاب د امنیې قومنداني د جنايي جرمو پروړاندې د مبارزې مدیریت مسوولان وايي، د ا.ا د سرپرست حکومت د لومړنیو ورځو په پرتله په وروستیو میاشتو کې دغه ولایت کې جنايي پېښې د پام وړ راکمې شوې دي. د فرقاني په وینا، د ا.ا د سرپرست حکومت په لومړیو میاشتو کې د جنايي پېښو ګراف له ۸۰سلنې څخه ۲۵سلنې ته راښکته شوی دی.

په لغمان کې ولسي سرچينې وايي چې بېګاه شپه د دغه ولایت په قرغیو ولسوالي کې ناپېژنده وسلهوالو د يوې کورنۍ دوه غړي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي. په ورته مهال د لغمان محلي مسوولان هم تاییدوي چې دغه ولایت کې د یوه وسلهوال برید پرمهال د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په کابل کې د دغه هېواد څلور زدهکړیالان له لوی اختر راپدېخوا نادرکه شوي دي.

په کندوز کې محلي او امنیتي سرچینې سلاموطندار ته وايي چې بېګاه شپه شاوخوا ۱۰ د ا.ا ځواکونو د دغه ولایت د امام صاحب ولسوالي په «قنجغه عربیه» سیمه کې د داعش پر پټنځای برید کړی دی.
د سرچینې په وینا، د دواړو لوریو ترمنځ نښته د سهار تر درېوو بجو روانه وه. سرچینې زیاته کړه چې په دغه نښته کې درنې او سپکې وسلې کارول شوي دي.

ناپېژنده وسلهوالو بېګاه شپه په کابل ښار کې دیني عالم او د سلفي علماوو رییس سردار ولي ثاقب په خپل کور کې وژلی دی.

د مرکز پلعلم ښار اوسېدونکي وایي چې بېګاه شاوخوا ۸:۳۰ د پلعلم ښار د «ښاروال څلورلارې» کې ناپېژنده وسلهوال یوې نانوايي ته ننوتي او څلور کسان یې وژلي دي.
د پېښې یوه عیني شاهد محمدجاوید سلاموطندار ته ویلي چې په دغه پېښه کې درې وروڼه ځای پر ځای وژل شوي او د نانوايي یوه شاګرد روغتون په لاره ساه ورکړې ده.

ازبکستان د افغانستان په اړه د یوې سترې نړیوالې ناستې له جوړېدو خبر ورکوي. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، ټاکل شوې یاده ناسته د روان میلادي کال د جولای میاشتې په ۲۵ او ۲۶ نېټه جوړه شي چې د نړۍ ۲۰ هېوادونه به پهکې ګډون وکړي.

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ګرځندوی امر حشمتالله ژمن سلاموطندار ته ویلي چې د اختر تر څلورمې ورځې پورې کونړ ته لس زره سيلانيان د چکر لپاره ورغلي دي.

د جوزجان امنیتي مسوولان وايي چې د یاد ولایت په ولسوالیو او ښار کې د لوی اختر د نمانځنې او د خلکو د لا ښه امنیت په موخه په بېلابېلو سیمو کې امنیتي کمربندونه جوړ کړي دي.

د امربالمعروف او نهېعنالمنکر وزارت د اسلامي امارت ځواکونو پر وړاندې د ۲۱۴ شکایتونو د ثبت خبر ورکړ.

د افغانستان ناوړه حالت ورځ تربلې په هېواد کې انساني ناورین لا پسې زیاتوي. خو ښځې د دغه ناورین لومړنۍ قربانیانې دي او هره ورځ د بېلابېلو لاملونو له امله قرباني کېږي.